IQNA

احمدی نژاد: د چين او ايران ګډ دښمنان نه غواړی زمونږ قومونه پرمختګ وكړی

19:06 - July 16, 2011
د خبر لمبر: 2155312
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل د چين او ايران ګډ غليمان نه غواړی زمونږ ملتونه او ټولنی پرمختګ وكړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د تهران او پيكنګ تر مينځ د اړيكو د ټينګيدا له ۴۰ كليزې سره په يو وخت د چين د كميو نيست ګو ند د دايمی كمیټۍ له غړی هه ګو چيا نګ سره په كتنه كې د سيمې او نړۍ د مهمو مسلو په اړه خبر ې اترې وكړ ې .
ښا غی احمدی نژاد وويل اسلامی ايران له چين سره په اړيكو كې هیڅ محدويت نلر ی او بايد هڅه وشی چې دغه اړيكی په نړيواله سويه هم پراخې شی .
ښا غلی احمدی نژاد د دې خبرې په كو لو سره چې نن د چين او ايران ګډ غليما ن غواړی چې زمو نږ ملتو نه پرمختګ ونكړ ی ، په داسې حا ل كې چې ايران او چين بډايه او تا ريخی كلتور او تمدن لر ی او هیڅكله د نورو هيوادونو په سر چينو پسې ندی و خو زمو نږ ګډ غليما ن په نورو هيوادونو په لښكر كشۍ سره د نورو هيوادونو له شتمنيو د خپلو جيبو نو په ډكو لو پسې دی .
ډاكټر محمود احمدی نژاد په دوام كې پر نړۍ د واكمن نا عا دلانه نظا م ته اشا ره وكړه او ویې ويل په اوسنيو شرايطو كې څو هيوادونه په دې پسې دی چې د نړۍ په نورو هيوادونو خپله اراده وتپی چې دا چا ره به د نړۍ د درستو هيوادونو په تا وان وی ، پر دې اسا س با يد هڅه وكړو چې دا نظم سم شی .
826111
captcha