د پنځلسم مياشته دومره له نوره ډكه او ځلانده ده چې د سهار د لمرخاطره ژوندۍ كوی د سامرا ښار د خلكو تګ راتګ خپل ځايی چپتيا ته وركړ ، نن شپه د ۲۵۵ قمری كال د شعبان المعظم د مياشتې دپنځلسم شپه ده . دحضرت امام حسن عسكری عليه السلام ترورحكيمه دامام بزرګوار كور ته ورغله څو له خپلو خپلوانو سره وګوری. كله ئې چې د ستنيدا نيت درلود، نو امام ورته وويل ترورې نن شپه له مونږ سره پاتې شه . حكيمه وائی:، نن مو تاته ډير زحمت دركړ .
امام بزرګوار وفرمايل ، نن شپه زمونږ په كور كې يو ماشوم زیږیږی چې خداودمتعال مځكه د هغه په علم ،ايمان او هدايت سره روښانه كوی ،له د ې وروسته چې په هر ځای كې ظلم او كړاؤ خور شوی وی .
حكيمه بی بی په هغو شيبو كې په خوشالۍكې په حيرانتيا سره پوښتنه كوی ، هغه پاك نوزیږی به له نرجس بی بی وی ؟ امام وفرمايل :، هو .
پیړۍ پیړۍكیږی چې نړۍ دژغورونكی موعوددمضبوطوګامونو په تمه ده اومستضعفان اوكړيدلی منتظران په تمه دی څوهغه ژغورونكی دسهاردنسيم په څيرستړی زړونه تازه اوتاندكړی . دغه انتظاراوهيله له يو ې خوابشری ټولنې ته تازه روح پوكوی اوله بلې خواد سولې اونيكمرغۍځيری وركوی چې دژغورونكی په راتلوسره پوره كیږی .
حضرت مهدی داسلام د ګران پيغبر يو اهل بيت او د امام حسن عسكری عليه السلام زوی دی . دهغه بزرګوار مور د روم د پاچا يوه لمسۍ ده چې په يوې معجزناكې واقعې كې ئې له امام حسن عسكری سره وادهّ وكړ . دحصرت امام مهدی له زوكړې وروسته امام حسن عسكری د هغه پټه ساتنه كوله . خدای پآك په وړوكوالی كې هغه ته د قضاوت علم اوحكمت وبخښهّ . او هغه ئې د نړيوالو لپاره يوه نښه وبلله . خو حضرت مهدی عجل په وړوكوالی كې د دښمنانو له خوا د ژوند د امنيت د نه درلودلوپه دليل له نظرونو پناه شو . البته تر يوې مودې پورې ئې د خاصوكسانو په وسيله له هغه بزرګوار سره ارتباط كيدهّ او وروسته هغه بزرګوار د خداوندمتعال په ارادې سره په كلی توګه له نظرونو غايب شو . اوس د ژغورونكی موعود د غيبت پیړې پیړۍ تيریږی او خلك په ولولې سره د هغه راتلو او د امن ساحل ته د رسيدا په هيلې سره هدفمن ژوندتيروی .
دنړيوال موعود د راتلو ځيری د بشريت په تاريخ كې مطرح دی . دغه ځيری او اشارې په لويو الهی پيغمبرانو كې ډير زيات پراخوالی لری . اصولا د آخرالزّمان په پړاؤاعتقاد يوه داسې عقيده ده چې د يهوديت ،زردشتی او مسيحيت په تيره بيا داسلام د سپیڅلی دين په آسمانی كتابونو كې د يوه مسلم اصل په توګه منل شوی دی . د قرآن پآك په ځينو آيتونو كې روښانه شوې ده چې دغه ځيری د تيرو نبيانوپه كتايونو كې هم راغلی دی . لكه چې د قرآن پاك د انبياء سورې په ۱۰۵ آيت كې راغلی دی؛، مونږ په حقيقت كې د(داؤد)په زبور كتاب كې دغه لوی ځيری ليكلی دی چې په راتلونكی كې د درستې انسانی دنيا حكومت او وراثت به دځانګړو، پآكو او غوره بندګانووی .؛.
دغه آيت د راتلونكی په با ب ځيری وركوی چې په هغه كې هر ډول شراو فساد په كلی ډول د بشريت له ټولنې خپل ټغر ټولوی ، او دمځكې وراثت به د صالحواو غوره انسانانو لاس ته منتقل شی .
دداؤد زبور بيابيا دغه لوی ځيری بيان كړی دی اوحضرت داؤد ته ئې تسلی وركړی چې :، له شرغواړو مه خپه كیږه ځكه د واخو په څير ډير زر كټ كیږی او پر خدای توكل كوه اودهغه له وجوده خوند واخله ، ځكه چې شرغواړی نابودیږی ،خوپر خدای توكل كونكی به د مځكې وارثان شی؛.
په زند نومې كتاب كې چې د زرتشتيانو يو دينی كتاب دی هم دظلم او كړاؤ ختميدا او همداراز د صالحانو وراثت ته اشاره شوې ده . په دغه كتاب كې دخير او شر دائمی جنګ ته په اشارې سره ټينګار شوی دی؛. يعنی د شيطان نانود نسل له نسكوريدا وروسته نړۍ خپل اصلی نيكمرغۍ ته رسیږی او بنی آدم به دنيك بختۍ پر ګدۍ كیښنی.؛
د هندوانو په دينونو او د هغوی په كتابونو كې هم د ژغورونكی او موعود په باب خبرې شوی دی د:مهابهاراتا : په نامه كتاب كې راغلی دی ؛. ټول دينونه باوری دی د تاريخ د هرپړاؤ په پای كې انسان له معنوی او اخلاقی پلوه مخ په ځوړتياروان دی اوطبعااوفطرتاله حقيقته په ليريكيدادی، د اخلاقی اومعنوی ګډوډيواو ځوړتيا دغه بيهر پخپله نه ختمیږی .نو ځكه يوه ورځ به يو لوړپوړی معنوی شخصيت چې له الهام او وحی سرچينه اخلی ظهور وكړی او نړۍ به د ظلم ستم او دغه راز دغفلت او جهل له تورتمه وژغوری .
د يهوددين پيروكار چې ځانونه له موسی كليم پورې اړونده ګڼی هم دموعود منتظر دی .د يهود دين په آثارو كې او همداراز د تورات په اسفاروكې او دنورونبيانو په كتابونو كې تل موعود ته اشاره شوې ده .
د مسيحيت دين د متیّ،لوفا،مرقس ،برنابا،اومكاشفات يوحنا په څيرپه د انجيل كتاب په بيلابيلو برخو كې هم د آخرالزمان موعود په باب ډير ې اشارې او ځيری شوی دی .
د آخرالزمان په پړاؤ اعتقاد او دموعود موضوع .كله چې د اسلام فكری او عقيدتی حوزو ته رسیږی ، نو يوه خاصه ځلا او ورایښت موموی. په اسلامی فكر كې نړيوال مصلح په معلومو ځانګړنو اومشخصاتو سره معرفی شوی او په دې زمينې كې د هرډول ابهام مخه نيول شوې ده .
هغه پراخ نړيوال عدلراوستونكی او دهغه شريف وجود دټولو ظلمونو او كړاؤنو د ختمولو لپآره د اسلام له خوا يوه ژمنه ده . اسلام ځيری وركوی چې نيكمرغی، هوساينه اوكرارژوندبه دانسان په راتلونكی ژوندكې له عدل ، انصاف ، آزادۍ او امنيت سره يوځای تحقق مومی . داهل تسنن په يوه معتبر كتاب :سنن ترمذی : كې راغلی دی، يوه ورځ امام علی خپل زوی حسين ته وكتل او وې ويل ، زما دا زوی سيد اودقوم سردار دی . لكه څنګه چې هغه رسول ا... بزرګوار سيد بللی او دهغه له لمسيو به يو كس راشی چې د تاسو د پيغمبر نامه به ئې وی . . په خلقت او اخلاقو كې دهغه شبيه دی اومځكه به له عدالته ډكه كړی . ؛.
حضرت امام حسن عسكری عليه السلام هم فرمايی ، دهغه خدای مننه او ستاينه كوم چې زه یې له دنيا بونه تلم څوخپل جانيشين مو وليدهّ .هغه د اخلاقو،سيرت او صورت له پلوه دخدای له رسول سره خورا زيات شباهت لری ، خدای پاك هغه دخپل غيبت په وخت كې ساتی ،بيا به یې ښكاره كړی ؛.
امام مهدی يوه جذابه ښكلی څيره لری .دخدای اودهغه د عظمت په وړاندې ډيرخاكسار دی پخپله دخدای د جلال او جمال بيلګه ده .مهدی موعودعادل، نيك سيرت او باوقار دی . هغه له حقه يوه شيبه هم سترګې نه پټوی او په نړۍ كې د لارښونې له نورانی مشال سره ګرځی څو ايمان،يووالی او حقيقی عدالت ته تحقق وبخښی . داسلام ګران پيغمبر او الهی واليان هم هركله یې چې دمهدی عجل ا... تعالی فرجه شريف ځيری وركړی دی ، نو دهغه له ظلم سره دمقابلې ، له عدالت غوښتنې ډك ژوند ته یې اشاره كړې ده .
په ډيرو روايتونو كې آخرالزمان د الهی خزانې ، د علومو وارث ،غوڅه توره، صاحب امر او دامن ساحل په څير له صفتونو او لقبونو سره ياد شوی دی .حضرت امام مهدی د الهی واليانو د كمالاتو وارث دی . له دې امله د حكمت او علم ، عشق، شجاعت، بخښنې ،زغم اوتواضع په څير صفتونو كې له ټولو الهی نبيانو سره شباهت لری.
دحضرت امام مهدی خورامهمه ځانګړنه داده چې توپير،بې عدالتی او كوږوالی له مينځه وړی اونيكمرغی،هوساينه اوښه ژوندد انسان په راتلونكی ژوندكې له عدل ، آزادۍ او امنيت سره يوځای پوره كوی . هغه يوه روښانه او ښې نړۍ بنياد ږدی چې پكې دانسان غمونه او كړاؤنه ختمیږی او صالح او امين انسانان به د نړيوالې ټولنې واكوالی پخپل اختيار كې واخلی
دفرانسې يومورخ ګوستا لوبوت وايی،دبشريت دنړۍخورالوی خدمت كونكی هغه كسان دی چې انسان یې هيله من ساتلی دی .
د حضرت امام مهدی ظهور ته هيله او انتظار له دې ورتيرچې د راتلونكی په لور لاره پرانيستونكی دی، ځواكمنيدااوخوځندوالی هم بخښی . او خلكو ته تل پاتې قدرت ډالۍ كو لی شی . دهغوی ځواك ذخيره كوی اوله يوه نسله یې بل نسل ته منتقلوی، د تباهۍ او ظلم منلو مخه نيسی څودظهور وخت نزدې شی . له همدې امله ده چې تل دمځكې په ګوټ ګوټ كې كړيدلی منتظران له ظلم او كړاؤ سره لاس او ګريوان دی او د سلطه غواړو په وړاندې دریږی . په دې باب داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا.... العظمی سيد علی خامنه ای فرمايی، د سولې اوكاميابۍ په لور د انسان د تاريخ د حركت لپآره انتظاردنړۍدملتونواوانسانانو لپاره هيله منونكی ټكی دی ...كه دنيابه يولمررڼا كړی نو په دې معنا نه ده چې مونږ دهغه لمرترراتلو پورې په تورتم كې كیښنو ..مونږ منتظر يو يعنی داهيله لروچې په هڅې اومجاهدت سره دا دنيا چې د خدای د دښمنانو او شيطانانو په لاس له ظلم ، كړاؤ اودسرزورو اوظالمانو له تورتمونو ډكه شوې ده ، د مونږ دبې ځنډه هڅو او فعاليتونو په سيوری كې به يوه ورځ په داسې نړۍ بدله شی چې په هغې كې به انسانيت او دانسانی ارزښټونو قدر كیږی او ظالمان او دانسانانو پر حقوقو تيری كونكی به د خپلو هواوهوس او د غوښتنو لپاره هیڅ فرصت او ځای ونه لری.
په حقيقت كې انتظار په موجودې وضعې دنه قانع كيدا په معنا دی بشريت ددې منتظر دی چې د نړۍ د نيكۍ ظرفيت ډك شی . كله چې انسان دې باور ته ورسیږی چې ددعې نړۍ د نظام څرخيدل د عدالت داجرا په لور دی ،نو په ټولې ولولې سره د خير او مصلحت په لاره كې مبارزه كوی، ځكه پوهیږی چې د عدالت د نيالګی وده له بلاګانو سره له مبارزې اوخړوبه كولواو ساتلو سره اړونده ده . دادی اوس نړۍ دهغه وخت په انتظار كې ده چې له آل محمد څخه يو امام راشی ،حق له باطله جلا كوی اوپه مهربانو لاسونو سره په زړونو كې د مينې اودوستۍ تخم كری .په هغه ورځ دحضرت امام علی عليه السلام په تعبير ، يو جارچی له آسمانه چغه پورته كوی اووايی ،په رښتيا چې حق له آل محمد سره دی . په هغه وخت كې دمهدی نامه پر ژبو جاری كیږی اوپه زړونو كې یې مينه اوعشق پيدا كیږی او خلك به له هغه پرته بل څوك نه يادوی .
826734