IQNA

د امام مهدی عليه السلام د نيكمرغه زوكړې كليزه دې پر ټولو مسلمانانو مبارك وی

10:36 - July 17, 2011
د خبر لمبر: 2155389
ټولنيزه ډله: نن شپه په درستې نړۍ په تيره بيا په درست ايران كې د پنځون د ژغورونكی او د امامت د لړۍ د دولسم ځلانده ستورې حضرت امام مهدی عجل الله تعالی فرجه الشريف (الله تعالی د هغه ظهور نږدې كړه) د نيكمرغه زوكړې دستورې په ډير پرتم او ولولې سره لمانځل كیږی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نن په ټول ايران كې بلكه په ټولی نړۍ كې د حضرت امام مهدی عجل الله تعالی فرجه الشريف (الله تعالی د هغه ظهور نږدې كړه) د نيكمرغه زوكړې دستورې په ډير پرتم او ولولې سره لمانځل كیږی او په ټولو جوماتونو او امامباړو او حتی بازارونو او كوڅو كې خلك جشنونه جوړوی ا و خوشالۍ كوی او دغه راز ويناوال او مداحان د اسلام د ګران پيغمبر د پاكو اهل بيت عليهم السلام سيرت او عظمت بيانوی.
نن د شعبان ۱۵ د شيعيانو د دولسم امام حضر ت امام زمان عليه سلام د زوكړې نيكمر غه ورځ ده .
حضر ت امام مهدی عج د ۲۵۵ هجر ی قمر ی كا ل د شعبان د ۱۵ په سهار وختی نړۍ ته سترګې رڼې كړې .
له درست ايرانه راپورونه رارسی چې د حضر ت صا حب الزمان عج د ظهور منتظران او ارادتمندانو په لارو كو څو ، جو ما تو نو ، دوكا نونو په سينګا رولو سره د خو شحا لی دستورې تر سره كوی او خلك پهع لرو كو څو او جو ما تو نو كې د شير نيو او شربيتو نو په ويشلو سره په دغه ستر جشن كې شريك دی .
دغه جشنونه له څو ورځو راهيسې روان دی خو له بیګا په دغو جشنو نو كې تيزوالې راغلې دې .
نن په درست ايران كې د امام مهدی عج د نيكمر غه زوكړې په مناسبت رسمی چټی ده او خلك په كورونو ، جو ما تونو او مذهبی ځا يو نو كې په شتون سره د اهل بيتو اطهارو او د بشر يت د دغه ژغو رونكی په اړه د وينا والو ويناوې اوری .
د ايران په مشهد او قم ښا رونو كې په دې منا سبت ځا نګړی جشنو نه تر سره كیږی .
همداراز د عراق د كر بلا په شمول د نړۍ په نوروهيوادونو كې هم په دې منا سبت د جشن او خو شحا لۍ دستو رې تر سره كیږی .
رارسيدلی راپورونه ښئ چې په پاكستان، افغانستان، مصر، شام، عراق، هندوستان، متحده عربی اماراتو او دغه راز په نورو ډيرو اسلامی او اروپائی هيوادونو كې په دې مناسبت جشنونه جوړیږی او وينا وال د زمانې د ژغورونكی او په درستۍ نړۍ كې د عدالت د راوستونكی امام الزمان عليه السلام سيرت او عظمت بيانوی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د درستو كاركونكو او د بيا په تيره د پښتو ژباړونكو له خوا د نړۍ درستو مينه والو په تيره بيا تاسو خوږو مينه والو ته د زړه له قومې مباركی وايی.
826641
captcha