IQNA

د ايران او پاكستان د اړيكو د سوئې لوړول د وخت ضرورت دی

18:07 - July 18, 2011
د خبر لمبر: 2155764
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت او د پآكستان د ولسمشرانو محمود احمدی نژاد اوآصف علی زرداری ترمينځ نن په تهران كې په كتنې كې د دواړوهيوادونو موجوده وړتياؤ ته په پام سره اوبو، بریښنا، انرژۍ او تجارتی مبادلاتو په شمول په بيلابيلوحوزو كې د دوو اړخيزو ملګرتياؤ پر پراختيا ټينګار وشو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ولسمشر د اطلاع رسولو ويب پاڼې یې نقلوی چې ډاكترمحمود احمدی نژاد په دغې كتنې كې په بيلاببيلو زمينو كې د دوو اړخيزو ملګرتياؤ د پراختيا لپاره د ايران پرچمتووالی په ټينګارسره وويل د دواړو هيوادونو د مبادلاتو زياتيدا به د تير وخت په نسبت د ايران او پآكستان د اړيكو د پراختيا سبب شی.
ډاكترمحمود احمدی نژاد دغه راز په دې خبرې په ټينګار سره چې د تهران او اسلام اباد تر مينځ شوی موافقې بايد زر تر زره اجرا شی وويل پاكستان ته د ايران د ګيسو د پايپ لاين د غزيدا د پروژې اجرايی عمليات روان دی چې هيله ده تر ۲۰۱۲ كال پورې به د دواړو هيوادونو پولو ته ورسیږی.
د اسلامی ايران ولسمشر ډاكترمحمود احمدی نژاد د دې خبرې په كولو سره چې په پرله پسې كلونو كې پر نړۍ مديرتی سسټمونه له يو ه خاص زوال سره پرمخ تللی او پراخو بدلونونو ته اړتيا لری، د دغو بدلونونو تر سره كيدا یې يو سخت كار وباله او زياته ئې كړه، د دغو بدلونونو په وړاندې بيوروكراسی مقاومت كوی خو كله چې بدلونونه وشی، نو كارونه به په چټكۍ سره پر مخ لاړشی.
د پاكستان ولسمشر آصف علی زرداری هم په دغې كتنې كې د ايران له ولسمشر سره په ليدوكاتو د خوښۍ په ښودلو سره د دوو اړخيزو تعاملاتو او اړيكو پر پراختيا او له يوه بل سره د دواړو هيوادونو د لوړ پوړو چارواكو ليدوكاتو او سفرونو په ضرورت په ټينګارسره وويل كه د ايران او پاكستان مبادلات د دواړو هيوادونو په دودو اسعارو سره وشی او له ډالرو استفاده ونشی، نو د شيانو قاچاق به كم شی او مبادلات هم به په سمه توګه تر سره شی.
د پاكستان ولسمشر آصف علی زرداری دغه راز د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ته پاكستان ته د سفر بلنه هم وركړه.
827048
captcha