IQNA

18:06 - July 18, 2011
د خبر لمبر: 2155984

د ناټو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره لازمې تابياوی نيول شوی

سياسی ډله: د ايران د پوهنتونونو د علمی هيئت غړی د ناټو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د لازمو تابياوو د نيولو خبروركړ.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی خواجه نصی د تركی په خاوره كې د توغندويی سيسټم له لګولو د ناټو هدفونو ته په اشارې سره وويل د فارس خليج د حوزې له هيوادونو سره د اړيكو شنډول، په ايران كې د كړكيچ پيدا كول او د اتومی وسلو پراختيا په سيمه كې د ناټو نور هدفونه دی.
نوموړی وويل كه څه هم ناټو د پينټاګون د هدفونو په لړ كې د ايران د اسلامی جمهوريت پر ضد د دباوونو او د دغه هيواد د كمزورې كولو په لړ كې د تركی په خاوره كې د توغندويی سيسټم د لګولو هڅه كړی ده، خو هیڅ كله به بريالۍ نه شی.
د ايران د پوهنتونونو د علمی هيئت غړی وويل اسلامی ايران د دغو ګواښونو له اصولو سره بلد دی او په پراخو پلانونو سره یې له دغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره لازمې تابياوی غوره كړی دی.
هغه په اسلامی هيوادونو كې د تركی موقعيت ته اشاره وكړه او ویې ويل تركی د ايران او نورو اسلامی هيوادونو په مرسته او ملګرتيا سره د سيمه ايز تړون طرحه اجرا كولای شو خو دا چې د تركی په خاوره كې یې د ناټو توغندويی طرحې لګول ومنل او په اسلامی هيوادونو كې یې خپل موقعيت كمزوری كړ.
826237
captcha