IQNA

د قران كريم له نظره امنيت، ارامښت او اسانتيا د ټولنې له ځانګړتياو دی

18:41 - July 22, 2011
د خبر لمبر: 2157844
سياسی ډله: ايت الله خاتمی د قران كريم په نظر كښې د يوې ښې او بيلګې ټولنې ځانګرتياوې درې وګڼلې، اقتصادی ځانګړتيا، سياسی او په قضاوت كښې عدالت، او ویې ويل: د قران كريم له نظره امنيت، ارامښت او اسانتيا د ټولنې له ځانګړتياو دی
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش ايت الله سيد احمد خاتمی چې رهبری د خبرګانو د شورا غړې هم دی نن د زمری د مياشتې په 31 نیټه د تهران د جمعې د لمانځه په دويمه خطبه كښې د مرصاد د عملياتو د شهيدانو په درناوی كښې وفرمايل: دې عملياتو هيواد ته نجات وركړ او اسلامی فوځ په منافقانو باندې لاره بنده كړه.
هغه د قران كريم په نظر كښې د يوې ښې او بيلګې ټولنې ځانګرتياوې درې وګڼلې: اقتصادی ځانګړتيا، سياسی او په قضاوت كښې عدالت، دا درې څيزونه دی چې قران كريم یې د يوې بيلګې ټولنې لپاره تاييدوی.
829401
captcha