ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «masrawy»اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی،ځينې چينلونه چې له نايل سیټه خپریږی اراده لری چې د روژې په مياشتې كښې د «الحسن و الحسين(عليهما السلام)» ډرامه خپره كړی چې پكښې د امام حسن او امام حسين عليهما السلام مخونه مجسم شوی دی.
الازهر په يو ليك كښې له نايل سیټه غوښتی دی، دې ته په پام چې الازهر د اهلبيتو(ع) څيرې جوړول حرام ګرځولی دی نو نبايد د «الحسن و الحسين(عليهما السلام)» دا ټلويزيونی پروګرام خپور شی.
همدارنګ یې له الحيات او النهار چينله هم دا غوښته كړې ده، چې كه د «الحسن و الحسين(عليهما السلام)» ډرامه خپره كړی نو د هغوی په خلاف به قضايی درخواست وركړی.
له دې وړاندې شيعه عالمانو هم د «الحسن و الحسين(عليهما السلام)» څيرې په دې طريقه چې يو كس د هغوی په شكل څرګند شی، حرام كړی او غلط ګڼلی وی او له دې كاره یې منعې غوښته وه.
829883