ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې د كويت چاپ «القبس» ورځپاڼې یې نقلوی، د اردن دارالافتاء په يوې فتوا كښې د نبيانو، د پيغمبر(ص) د اصحابو او اهلبيت (ع) څيره جوړل په ټی وی او سنيما كښې حرام وګرځول.
دا فتوا د هغه اراده پسې چې د عربستان «mbc» و «روتانا» سپوږمكيزو چينلو لرله چې د «الحسن والحسين(عليهما السلام)» فلم د خپرولو اراده یې لرله او له دوی د شرعی حكم غوښته شوې وه، خپره شوې ده.
دا ډرامه د سوريه، مراكش، اردن، لبنان او اماراتو ګډې كمپنۍ جوړه كړې ده چې د اردن په جنوب «وادی رم» سيمه كښې تير كال جوړه شوې ده او په كښې د اردن، سوريه، لبنان او تونس ډېر ايكټران ګډون لری.
829821