IQNA

دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود په ازادو اوبو كښې داير ان دسمندر ی ځواك ستراتژيك شتون د هيوادونو لپاره الهام بخش وګاڼه

19:19 - July 24, 2011
د خبر لمبر: 2159124
سياسی ډله: دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود په ازادو اوبو كښې داير ان دسمندر ی ځواك ستراتژيك شتون دايران داسلامی جمهوريت داقتدار او ملی عزت نښه وبلله .
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش ،دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العمظمی خامنه ای بیګا دايران په جنوب كښې په بندرعباس كښې دايران داسلامی جمهوريت دپوځ دسمندری ځواك داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواك له زرګونو كاركونكو او دهغوې له كورنيو سره په كتنې كښې په عمان سمندرګی او دفارس خليج په سواحلو او په ازادو اوبو كښې دايران دسمندر ی ځواك ستراتژيك شتون دايران داسلامی جمهوريت دنظام داقتدار او دايران دملی عزت نښه وجاجوله .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود ډاګينه كړه دايران ملت دلارې په دوام او په خپلو اصولو په دريدا او استقامت سره ثابته كړه چې دملتونو ملی خپلواكۍ او ملی اراده بندون نلری او كه چيرې كوم ملت اراده وكړی نو دايران دملت په شان عزت ، قدرت او شتمنۍ تر لاسه كولای شی .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود په ملتونو كښې دناهيلۍ درامينځته كولو او دهغوې دملی ارادې دكمزوری كولو لپاره ددښمانانو بيلابيلو چلونونو ته په اشارې سره ټينګار وكړ دبيلابيلو قومونو او قوميتونو، ډلو، سياسی ګوندونو، موسسو او ادارو ترمينځ د اختلاف رامينځته كول دملی ارادې دكمزوری كولو په رودو كښې شاملې دی خو دايران ملت ددښمانانو په ټولو مكاريو بريالی شوی دی .
دايران دسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای په دې خبرې ټينګار سره چې دايران دملت پرضد ددښمانانو تورونه او پروپاګنډې به دايران په ملت او په نورو مسلمانو ملتونو هیڅ اغيز ونكړی وويل داسلامی نظام مخ په وړاندې حركت داسلام او دسيمې دملتونو د ارادې دبيا ژوندی كيدا سبب شوی.
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ ايران په چا تيری نه كوی خو په ازادو اوبو كښې شتون غواړی ځكه چې ازادې اوبه دكلتور دانتقال لپاره زمينه جوړونكی او له ټولو سره اړه لری .
حضرت ايت الله خامنه ای نن دايران په جنوب كښې دپوځ دسمندری ځواك دمقدم كيمپ له ليدو وروسته په سيمه كښې ديره دوسله والو ځواكونو له لوړرتبه قوماندانو سره په كتنې كښې وويل په ازادو اوبو كښې دسمندری ځواك دشتون او تحرك دحوزې پراختيا ، ددغه شتون دبيخ بنايانو تامينول په حقيقی ستراتژيك ځواك دسمندری ځواك دبدلولو زمينه جوړونكی دی .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود په باب المندب ، عدن خليج ، سره سمندر، سويز كانال كښې دايران دسمندر ی ځواك دشتون اقتدار بخښونكی او عزت رامينځته كونكو پيغامونو او نړيوالو اغيزونو ته په اشارې سره وفرمايل دغه شتون دښمن په سخت ويرولی ځكه چې په ازادو اوبو كښې دايران دسمندری ځواكونو مقتدرانه شتون ټولو ملتونو ته هيله او الهام وركوی .
هغه حضرت دايران دپوځ سمندری ځواك او داسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواك ديو بل بشپړونكی وباله او جوته یې كړه دوه سمندری ځواكونه ښې ټيكنالوژۍ او نوښتونه لری او كولای شی يو بل ته خپلې تجربې منتقلې كړی .
830751
captcha