ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې د اسلامی كلتور او اړيكو له سازمانه یې نقلوی د دينونو او مذهبونو د پوهتون مشر حجتالاسلام والمسلمين «سيدابوالحسن نواب» او د اهلبيتو(ع) د نړيوالې غونډې نړيوال مرستيال حجتالاسلام والمسلمين «محمد سالار»، چې د بوسنی هرزګوين سارايوو ښار ته د كلتوری مركزونو او شخصيتونو د ليدلو په نيت روان شوی وو، سارايوو ښار ته ورسيدل.
دوی په دې وخت كښې د ايرانی مركزونو لكه د جمهوری اسلامی ايران د كلتوری مركز، د ملا صدرا د زده كړې او څیړنې فاونډيشن او د بوسنيانيی فارسۍ كالج ليدنه وكړه او په بوسنيا كښې یې زمونږ سفير «غلامرضا يوسفی» سره خبرې اترې وكړې.
د ويلو ده چې په دې ليدنو كښې د اهلبيتو(ع) د نړيوالې غونډې په بوسنيا كښې هغې ته د ورته غونډو سره د همكارۍ پراختيا وڅیړل شوه.
د ويلو ده چې دا هيئت د چنګاښ د مياشتې په 27 نیټه بوسنيا ته رسيدلی دی.
830303