ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «الأهرام» اطلاع رسونكی مركز یې نقلوی، دا ناسته د اسلامی انجمنونو د مشر «عبدالله بن عبدالمحسن التركی» په مشرۍ كښې ترسره شوه او پكښې ځينې وكيلانو او د نړيوالو قانونونو پوهانو ګډون وكړ:
دا كمیټی د مكې مكرمې د اووم سمينار د هغه سپارښتنې په نتيجه كښې جوړیږی چې د نړيوالو قانونونو د كارپوهانو او نظر لرونكيو د كمیټې د جوړولو غوښته یې كړې وه. دا كمیټی به د اسلامی انجمنونو په حدونو كښې دننه كار كوی او ذمه واری یې دا ده چې د هغه كسانو سره به د نړيوال قانون مطابق، قانونی كاروايی كوی چې د اسلام سپكاوې یې كړی وی.
831253