د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له كويت سركاری خبری اژانس (kuna) یې نقلوی چې ښاغلی عده فلاحی په دې هكله وويل چې اوسه پورې پنځوسو هيوادونو په دې مقابلو كې د شركت كولو په هكله د خپل چمتووالی څرګند كړی دی دا مقابلې د الجزاير په تلمسان ښار كې تر سره كیږی چې پكښې د حفظ قرائت او تجويد شامل دی.
هغه زياته كړه چې دا مقابلی د تلمسان ښار د 2011ء كې د اسلامی نړۍ د كلتوری ښار په توګه د ټاكلو په مناسبت تر سره كیږی.
832454