د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د ايران په جنوب لويدیځ كښې د ګتوند ډيم د كار د پيلولو په دستورو كښې وويل د بشريت دښمانان غواړی د خپل عمر په اخری كلونو كښې په سيمه كښې اختلاف او جنګ رامينځته كړی چې خپل اقتصاد او صهيونيسټ رژيم وژغوری.
د ايران ولسمشر زياته كړه د سيمې بدلونونه بايد د ملتونو د قدرت او د هغوې د ویښتيا او د سلطه ګرو د سلطې د ماتيدا او د ملتونو د تاريخ جوړونكی انتخاب د بيا پيليدا سبب شی.
د ايران ولسمشر ټينګار وكړ ټول بايد ځير ووسی چې له بدلونونو صهيونيسټ رژيم ونه ژغورل شی او په سيمې د امريكا د سلطې بنسټونه پياوی نشی.
د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد د خپلې وينا په يوې بلې برخې كښې د ايران اټومی موضوع ته اشاره وكړه او ویې ويل دښمانان د ايران اټومی موضوع پلمه ګرځوی چې په ايران بايكاټ ولګوی او د ايران د پرمختګ مخنيوی وكړی.
د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد ډاګينه كړه لويدیځو هيوادونو د وسلو جوړول پلمه ګرځولی ده چې د ايران د پراختيا لاره بنده كړی.
832639