د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست نن له خارجی او ايرانيو خبريالانو سره په خبری كانفرنس كښې داټومی وسلو دتوليد ا وپراختيا دبنديز د تړون اين پی ټی څخه خارج دايران دفعاليت په هكله داټومی انرژۍ دنړيوال اژانس دعمومی منشی يوكيو امانو د وروستيو څرګندونو په باره كښې ټينګار وكړ دايران اټومی فعاليتونه كاملا سوله ايز او داټومی اژانس د مقرراتو په چوكاټ دی.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی دغه راز ايران ته دروسیې دملی امنيت د لوړې شورا دسيكرترپيترو شيف سفر ته په اشارې سره دغه سفر ددواړو هيوادونو دپرله پسې سلامشورو په لړ كښې وباله او ویې ويل دوه اړخيزه موضوګانې ، نړيوال او سيمه ايز بدلونونه او دايران داټومی مسايلو په باره كښې خبرې اترې به ددغه سفر په ايجنډۍ كښې وی .
دايران دخارجه وزرات ويندوی مهمان پرست دسوریې دبدلونونو په باره كښې هم وويل ايران باوری دی دهيوادونو په كورنيو چارو كښې هیڅ ډول خار جی لاسوهنه ر وا والی نلری او داډول لاسوهنې دهيوادونو دكورنيو مسايلو له حل سره مرسته نشی كولای .
دايران دخارجه وزارت ويندوی لويدیځو هيوادونو ته سپارښتنه وكړه چې له خپلو تيرو غلطيانو او دهيوادونو په كورنيو چارو كښې له لاسوهنې در س واخلی ځكه چې داډول لاسوهنې تل دملتونو په تاوان وې او دی .
دايران دخارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست دپژاك دترهګرې ډلګۍ له فعاليتونو سره دمقابلې په شمول له ترهګرې سره دمبارزې په باره كښې وويل تهران به دايران داسلامی جمهور يت دحكومت او ملت پرضد هیڅ ډلې ته دترهګرو فعاليتونو اجازه ورنكړی او دپژاك ترهګرې ډلګۍ له فعاليتونو سره به په سخته مبارزه وكړی.
835934