د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ټؤل پوځ مشر ښاغلی سردار سرلشكر سيدحسن فيروزآبادی، نن د مصر د پخوانی ديكتاتور حسنی مبارك محاكمه د هغه د ملاتړو د رسوایۍ او د جنايتونو د يوې برخې ښكاره كيدل وبلل او ټينګار یې وكړ حسنی مبارك كلونه كلونه خپل هيواد دنړيوال استكبار مستعمره جوړه كړی وه او دامريكا، انګلستان او صهيونيسټ رژيم تر ملاتړ لاندې وو .
سردار سرلشكر سيدحسن فيروزآبادی د عراق، تيونس او مصر د ديكتاتورانو برخليك ته په اشارې سره وويل ټول ديكتاتوران دحكومت كولو لپاره له يوې رودې استفاده كوی او ددغو كسانو محاكمه تل دهغوې دملاتړو له رسوایۍ سره مخامخ ده .
سيد حسن فيروزآبادی وويل د مصر د ديكتاتور د محاكمې پيغام به د هيوادونو د خپلواكۍ د بهير پياوړتيا وی او دسيمې دویښتيا بهير چټك كوی اوټولو ته ورښيی چې ديكتاتورۍ له محاكمې پرته بله چاره نلری .
د مصر د پخوانی ديكتاتور حسنی مبارك محاكمه په داسې حال كښې سبا په يوې ښكاره محكمې كښې پيلیږی چې نښې نښانې ددې ښودنه كوی چې هغه دجسمی مشكلاتو په خاطر په شخصی توګه دمحكمې په غونډو كښې ګډون نشی كولای.
835919