IQNA

د بحرين د خلكو اعتراضونو بيلګه د ايران اسلامی انقلاب دی

15:38 - August 02, 2011
د خبر لمبر: 2164125
نړيواله ډله: د بحرين د ملت د ملی كانګرس غړی ښاغلی «صادق الجمری»، د خلكو د جايزو حقوقو تر پوره كيدا پورې داعتراضاتو او مظاهرو په دوام حتی په روژی مباركې مياشتی كې ټينګار وكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی «صادق الجمری» وويل په روژې مباركې مياشت كښې به هم د بحرين د ملت سوله ايزه مبارزه او مظاهرې دوام ولری او د دغه هيواد خلك به نور د ال خليفه رژيم د ظلم او كړاو په وړاندې غلی كېښېننی.
د بحرين د ملاتړ د ملی كانګرس غړی «صادق الجمری»، په دغه هيواد كښې د ملی وحدت د ساتلو پرضرورت ټينګار وكړ او ویې ويل د بحرين د ملت غوښتنې به يوازې په ملی وحدت سره تحقق ومومی .
هغه وويل د بحرين رژيم هڅه كوی دځينو عربی او اروپايی هيوادونو په ملاتړ سره دبحرين دملت اراده ماته كړی او ولسی پاڅون وځپی خو داډول هڅې په ماتی محكومې دی .
په بحرين كښې له تيرې فرورۍ مياشتې راهسې د ال خليفه رژيم پر ضد د خلكو ستر پاڅون پيل شوی او د بحرين د ال خليفه رژيم د عسكرو په حملو كښې چې د سعودی عربستان د نيواكګرو پوځيانو په ملاتړ سره ترسره كیږی په لسګونو كسان مړه په سلګونو نور ژوبل او په سلګونو نور نيول شوی هم دی.
د بحرين او سعودی عربستان پوځيانو حتی په جوماتونو هم حملې كړی او په لسګونو جوماتونه یې ړنګ كړی دی.
بل خبر دا چې خبری سرچينو په ټول بحرين كښې د پراخو اعتراضونو خبر وركړ .
العالم ټيلی ويژن وايی د بحرين مختلفې سيمې بیګا د ال خليفه رژيم د ځپنې په اعتراض كښې د خلكو د پراخو مظاهرو ډګر وې او د بحرين رژيم امنيتی ځواكونو په مظاهره چيانو د اوښلن ګازونو په شيندلو او غږيزو بمونو په اچولو سره حملې وكړې او په كورونو یې هم ډزې وكړې .
دغه راز دبحرين واكمن رژيم د ولسی اعتراضونو دكمولو لپاره په يوه نوی اقدام كښې هڅه كوی دمتقاعد كيدونكو او پوځی ارګانونواو د حكومتی برخې دكاركونكو دمعاشونو دكابو شپږديرش فيصده زياتولو سره اعتراضونه ختم كړی .
له دې وړاندې د سعودی عربستان حكومت هم په دغه هيواد كښې د اعتراضونو دلمن د پراخيدا د مخنيوی لپاره تر دريو كلونو پورې په نقده د پيسو د وركولو اقدام كړی وو او د بحرين ال خليفه رژيم له ال سعود په بيلګه اخيستلو سره د كاركونكو د هرې مياشتې معاشونه زيات كړی دی.
836000
captcha