IQNA

20:13 - August 02, 2011
د خبر لمبر: 2164230

د تهران په نړيوال قرانی نندارتون كې په اووو ژبو كې د ګرځنده سافټ ويير وړاندې كړی شو

نړيواله ډله: د ګرځنده لپاره خاص دا قرانی سافټ ويئر نوم " قرآن ہمراہ ۲ " ده او دكوثر سافټ ويئرو موسسې لخوا په تهران كې تر سره كيدونكی نندارتون كې وړاندې شو.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې د تهران د امام خمينی د ستر جومات كې د نولسم نړيوال نندارتون څخه راپور راكوی چې دا سافټ ويئر په نوكيا او وينډوزو كې انسټالیږی.
په دې سافټ ويئر كې د عثمان طه قران پاك په 604 مخونو كې شته له دې پرته پينځه نړيوالو قاريانو ښاغلی پرهيزكار، منشاوی، سعدالغامدی، السديس او عبدالباسط د قران پاك ترتيلونه شامل دی چې په انګريزی او فارسی ژبه كې یې اډيو ترجمه هم موجوده ده.
834574

captcha