د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لار ښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د قران كتاب او او په عمومی توګه هر يو كتاب ويلو د اهميت په اړه په دی وروستيو كې د ايران د كتابتونونو د مشرانو او مسؤلانو په كتنه كې وينا وكړه . دغه وينا چې د روان كال د جولای په ۲۰ وشوه ، د رهبرۍ د سترمقام لخوا يو خبرداری ؤ څو درست كتاب او د هغې مطالعې ته جدی پام وكړی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود كتاب يو هغه عامل بولی چې افكار ، تجربې ، ذوق او هنر د ټولنې وګړو ته انتقالوی او د ټولنې په بيلا بيلې پرګنې كې د وحدت لامل كیږی .
هغوئ د كتاب خصوصيات او ځانګړنه داسی بيانوی :
كتاب يوه داسی ټولګه ده چې د يو فكر ، ذوق ، هنر يوه تومنه ده چې يو يا څو انسانانو راټوله كړی ده .
د رهبرۍ ستر مقام په دوام كې ټينګار كوی مونږ بايد وخت ډير غنيمت وبولو چې د بشر د بيلا بيلو پرګنو له فكرونو استفاده وكړو ، دا هغه كار دی چې كتاب یې مونږ ته تقديموو ، دا مونږ ته د كتاب ډالۍ ده .
خو د كتاب مطالعه او د كتاب لوستلو د كلتور پراختيا د ټولنو په كلتوری لوړوالې كې مهم عامل دی . ګټور او دوامداره ډول مطالعه او د كتاب لوستل د وګړو كلتوری او فكری سويه لوړوی نو ځكه خو بريالۍ ټولنه هغه ده چې د كتاب مطالعه پكې پراخه وی .
نن سبا هم د يو هيواد د پرمختګ عامل په دغه هيواد كې د كتاب د لوستلو اندازه ده . اوس مهال په ځينو هيوادونوكې د هر وګړی د مطالعې اندازه معلومیږی او د هيوادونو د پرمختګ يو عامل د هغه هيواد د خلكو د مطالعې اندازه ګڼی .
آيت الله خامنه ای باوری دی :
مونږ د ايران ملت د يومسلمان ملت په توګه له كتاب سره زمونږ ارتباط ، ژور ، بنسټيز او پخوانی ارتباط دی ، زمونږ په هيواد كې په تيره بيا د اسلام له خپريدو وروسته ، ستر كتابونه ، علمی ټولګې ، ارزښتمن كتابونه يو لرغونی تاريخ لری .
هغوئ د ايران ملت علم زده كوونكی او كتاب لوستونكی ګڼی او فرمايی اوس د ملت له بيلا بيلو پرګنو د زيات كتاب لوستلو تمه لری .
هغوئ په دې باب فرمايی بايد داسی پلانونه وشی چې د هری كورنۍ په مصرفی شيانو كې په كتابونو كې خپله ونډه ولری .
هغوئ ټينګار كوی د كتابونو د مطالعې او لوستلو په زمينه كې بايد كلتور جوړونه وشی ، په داسی ډول چې د خلكو په بيلا بيلو پرګنو كې د كتاب لوستل دود شی . د رهبرۍ ستر مقام په دې زمينه كې فرمايی :
زما له نظره يوه ناوړه او بده تنبلی ، په كتاب لوستلو كې لټې ده ، كه انسان دې لټۍ ته غاړه كښیږدې نو نور به لټ شی .
د ټولنو د وروسته پاتې والې يو عامل د كتاب لوستلو د كلتور نشتوالی دی .
آيت الله خامنه ای باوری دی په ننۍ نړۍ كې ډير انسانان شته چې له كتابه كومه ګټه نه پورته كوی . په حقيقت كې د كتابونو د ارزښتونو بې خبرۍ او هغوئ ته نه لاس رسی ددغه ډول ټولنو او انسانانو لپاره ستر محروميتونه دی .
آيت الله خامنه ای په دوام كې فرمايی دغه مسئله چې كتابونه بايد فساد دود نكړی ، د اسلام په فقه كې خپل يو باب لری . هغه كتاب چې هم فكری وده ولری او هم سمه لاره نورو ته وښيی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د كتابونو د لوستلو د رودې په زمينه كې په زړه پورې ټكې بيانوی او فرمايی :
يو مهم كار دادی چې مونږ خپل ذهن عادت كړو څو په منظم ډول مطالعه وكړی ، ذهن عادت كړو چې ځيرتيا خپله دنده وګڼی ، ذهن له كتاب سره په مخامخيدو كې كار وكړی ، فعاليت وكړی .
د رهبرۍ ستر مقام د مطالعې لپاره د پروګرام درلودل د ټولنې د بيلا بيلو پرګنو ننۍ اړتيا او د ذهن د نظم يوه روده بولی .
آيت الله خامنه ای په دې اړه فرمايی :
ځينی ذهنونه كتابونو ته جوړ دی ، خو آسان كتاب ، هغه كتاب چې فكر كولو ته كوم ضرورت نلری كومه ستونزه نلری ، دا هم يو ډول د كتاب لوستل دی ، نه یې نفې كوو ، خو د كتابونو د مطالعې غوره روده داده چې انسان د خپلو كتابونو په ټولګه كې وتوانیږی ، آسان كتاب ، رمان ، خاطره او آسان تاريخی كتابونه ، له هغو كتابونو سره وازمويی چې فكر كولو ته اړتيا لری ، بايد فكری كتابونه د كتاب لوستلو بهير ته ورننويستل شی .
د مطالعې درلودل په دی معنی دی چې د كتابونو توليدونكې د بيلا بيلو پرګنو لپاره په بيلا بيلو ډولونو د مطالعې زمينی برابری كړی . په دې ډول يو ځوان يا ځلمكی به په يوه نوی پلان سره پوهه شی چې په يوی موضوع د پوهيدو لپاره په ترتيب سره كوم كتابونه ولولی .
آيت اله خامنه ای په دې اړه فرمايی :
كله چې يو ځوان يا ځلمكی يا هغه څوك چې له كتبونو سره زياته مينه نلری دغې ډګر ته ننوځی ، حركت وكړی او دې لارې ته دوام وركړی نو خپله لاره به ومومی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په پای كې كتاب يو بې ساری څيز بولی او فرمايی :
هیڅ كله انسان له كتابه بډايه نه دی ، له ځلمی توبه د زده كړې له پيله تر پايه انسان كتاب ته اړتيا لری ، څو معنوی ، روحی او فكری مسائل نه دې توانيدلی ددغه سترې پانګې كتاب ځای ناستی شی . د اينټرنیټ زياتره ګټوره محتوا هم په كتابونو كې د موجودو پر اساس دی او په حقيقت كې اينټرنیټ يوه هغه وسيله ده چې د كتابونو علمی محتوا په آسانه ډول خلكو ته وركړی .
د هغوئ له نظره زياتره علمی پرمختګ اود وخت تيريدل هم د كتابونو لپاره ځای ناستې نه شی كيدلای او كتابونو به تل بې بديله او ارزښتمن پاتې شی .
836319