د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له لبنانی ورځ پاڼې المستقبل یې نقلوی چې د لبنانی شيعه ستر ګوند مجلس اعلای اسلامی په بيروت كې خپل مركزی دفتر كې د روژی د مياشتی او سپوږمۍ په اړه يوه ناسته تر سره كړه او په لبنان او له لبنانه بهر عالمانو سره په ټيليفونی اړيكو ساتلو نه پس د ميلادی مياشتی اګست لومړۍ نیټه یې د روژی لومړۍنيیټه اعلان كړه
د لبنانی شيعه ستر ګوند مجلس اعلای اسلامی مرستيال ښاغلی ايت لله قبلان د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د روژی د مباركې مياشتی په مناسبت د مباركی په ويلو سره له خدای پاك وغوښتل چې ټول مسلمانان دې سره اتحاد او وحدت پيدا كړی او هيله یې څرګنده كړه چې د روژی مياشت ټولو مسلمانانو لپاره د بركت او د خير مياشته وګرځی.
835022