IQNA

"په تفسير الميزان كې د پيغمبرانو اداب" په نوم كتاب په البانيایې ژبه كې ترجمه او خپور شو

18:47 - August 04, 2011
د خبر لمبر: 2165140
د علم او تفكر ډله: د "په تفسير الميزان كې د پيغمبرانو اداب" په نوم كتاب په البانيایې ژبه كې ترجمه د كوزوو د قرانی موسسې مشر ښاغلی محمد باقر صالحی په لاس په پلازمينی پرشتينا كې چاپ او خپور شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له بلقان څإنګې یې نقلوی چې دوه سوه اته (208) مخونه لرونكی دا كتاب سږ كال چاپ او خپور شو.
دې كتاب كې د لړ ليك او د ژباړونكی خبرو نه پس د آداب حضرت آدم عليه السلام، آداب حضرت نوح عليه السلام، آداب حضرت ابراهيم عليه السلام، آداب حضرت اسماعيل عليه السلام، آداب حضرت يعقوب عليه السلام، آداب حضرت يوسف عليه السلام، آداب حضرت موسی عليه السلام، آداب حضرت شعيب عليه السلام، آداب حضرت سليمان او داود عليه السلام، آداب حضرت يونس عليه السلام، آداب حضرت ايوب عليه السلام، آداب حضرت زكرياعليه السلام، آداب حضرت عيسی عليه السلام او آداب حضرت محمدصلی الله عليه واله وسلم په تحقيقی توګه بيان شوی دی.
د ويلو ده چې د كوزوو د قران موسسې د انځور نه علاوه د المصطفی نړيوال پوهنتون لوګو او علامت د كتاب په اخيرې مخ چاپ دی.
835928

captcha