د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله محمد امامی كاشانی په فارس خليج، مينځنی ختیځ او د افريقا په شمال كښې د اسلامی ویښتيا په ملاتړ سره وويل د سيمې په هيوادونو كښې نوی تحرك اسلامی امت ته عزت وربخښلی دی.
ايت الله امامی كاشانی د مصر د ديكتاتور محاكمې ته په اشارې سره وويل په سيمه كښې اسلامی پاڅونونو ديكتاتوران ذليل او مسلمان سرلوړی كړی دی .
د تهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز د مسلمانانو داسمانی كتاب دعظمت په بيانولو كښې دايران داسلامی انقلاب درول او دقران كريم اهميت ته په اشارې سره وويل دامام خمينی ره په مشرۍ دايران داسلامی انقلاب په برياليتوب سره دقران مجيد ټول اړخونه ددنيا خلكو ته وړاندې شول او اسلام دين په كامل ډول مطرح شو .
ايت الله كاشانی دسيمې په بدلونونو كښې دايران داسلامی انقلاب په اغيزشيندونكی رول ټينګار سره وويل دايران اسلامی انقلاب داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله العظمی په لارښونو سره خپله لوړه لاره كچ كوی او هماغه ر از اغيزشيندونكی دی .
د تهران دجمعې لمانځه خطيب د قران كر يم په باره كښې د اسلامی انقلاب دستر لارښود ويناو ته په اشارې سره وويل بايد د قران كريم اهميت ته پام وشی ځكه چې قران كريم د بشر ټول ضرورتونه تامينوی او اسلامی امت قدرتمن كوی .
د تهران دجمعې لمانځه خطيب ايت الله امامی كاشانی مسلمانانو ته دروژې دمباركې مياشتې په امباركۍ ويلو سره وويل عبادت او روژه خدای پاك ته دمسلمانانوو دنږدې كيدا لپاره يوه دروازه ده .
837523