IQNA

په يمن كې عربستان او امريكا هڅه كوی نږدې كس قدرت ته ورسوی

14:55 - August 07, 2011
د خبر لمبر: 2166620
نړيواله ډله: د يمن خلكو يو ځل بيا د علی عبدالله صالح په حكومت اعتراض كې مظاهرې وكړې او د امريكا او اسرائيلو پرضد یې شعارونه وركړل.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په واشنګټن كښې د فارس خليج د چارو د موسسې مدير علی الاحمد له پريس ټی وی چينل سره په مركه كښې د يمن د خلكو د ورستيو اعتراضونو په باره كښې ويل د يمن خلك په سيمه كښې د امريكا له سياستونو خبر شوی دی او په همدې دليل په خلكو كښې د امريكا او اسرائيلو ضد احساسات په زياتيدا دی.
هغه په يمن كښې د خپل پروګرام د اجرا كولو او د خپلو نږدې كسانو قدرت ته د رسولو لپاره د سعودی عربستان او امريكا هڅې ته په اشارې سره وويل د مظاهره چيانو لپاره به حالت نور هم سخت شی او هغوې بايد د ځان لپاره يو مشر ولټوی.
په واشنګټن كښې د فارس خليج د چارو د موسسې مدير وويل كه څه هم د يمن ديكتاتور له قدرت څخه تللی خو ممكن دی د هغه په شان يو بل سړی قدرت په لاس كښې واخلی او د يمن خلك دغه كار نه خوښوی.
هغه د يمن د خلكو غوښتنو ته له ځواب وركولو د يمن حكومت ډډه كولو ته په اشارې سره وويل خلك له مشر پرته نتيجې ته نه رسیږی او څه موده وروسته د مظاهرو له دوامه ستړی كیږی او اختلاف پكښې راځی.
837748
captcha