IQNA

د هندوستان په اوتارپرادش ولايت كې د قران محفلونه تر سره كیږی

15:23 - August 09, 2011
د خبر لمبر: 2167949
د قرانی كارونو ډله: په روژی مياشتې كې د قران پاك د قرائت محفلونه د استاذ مولانا «سيدشمشاد حسين» چې د المصطفی نړيوال پوهنتون محصلانو څخه دی د اوتارپرادش ولايت په بارابانكی ښار په جامې جومات كې تر سره كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له المصطفی نړيوال پوهنتون له عمومی روابطو یې نقلوی چې دا قرانی ناستې د زمری د مياشتې له دولسمی نیټې شورو شوی دی او د راتلونكی مياشتی لومړۍ نیټې پورې به دوام لری او هره ورځ له نهه بجو تر لسو بجو پورې له پينځلسو كلونو تر ديرشو كلونو كسانو لپاره د قران پاك د ښوونې په هدف سره تر سره كوی.
په دې ناستو كې د قران پاك د قرائت نه علاوه د درس اخلاق او اصول عقايد تعليم هم ګډؤن كوونكو ته ښودلی شی.
د قران پاك دا قرائت محفلونه د استاذ مولانا «سيدشمشاد حسين» چې د المصطفی نړيوال پوهنتون محصلانو څخه دی لخوا اداره كیږی.
838621
captcha