IQNA

په هندوستان كې د " روژه او مسلمان " په عنوان سره يوه ناسته تر سره شوه

15:12 - August 11, 2011
د خبر لمبر: 2168965
د تفكر او علم ډله: " روژه او مسلمان " په عنوان سره دا ناسته د لكهنو ښار د اسلامی توحيد انجمن لخوا د اګست د مياشتې په اتمه نیټه د دوشنبه په ورځ په د هندوستان په لكهنو ښار كې تر سره شوه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ايشيا څانګې یې نقلوی چې دا ناسته د لكهنو ښار د غوره عالمانو او مفكرينو په شتون سره د لكهنو په ټهاكرګنج سيمه كې ددې انجمن په دفتر كې تر سره شو.
د " روژه او مسلمان " په عنوان سره دې ناستې پيل د لكهنو يو مشهور قاری په تلاوت سره وشو چې له دې ورسته ښاغلی مولانا بشارت حسين جعفری په خپلې وينا كې وويل چې د روژی مباركه مياشت د روژه لرونكو لپاره د امتحان مياشته ده او په دې كې شك نيشته چې دا امتحان د خدای لخوا د انسان د مختلفو اړخونو او سخت امتحان دی
په پاې كې ددې انجمن توحيد اسلامی مشر ښاغلی محمد شاهد خان په خپلې وينا كې وويل چې د روژی مباركه مياشت مسلمانانو ته د هرې يوې ګناه څخه د ځان ساتلو ښودنه كوی او ټول كال په دې عمل باندې د ټينګ پاتې كيدو تمرين هم وركوی.
839175
captcha