د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو ويب پاڼه العالم یې نقلوی
دبحرين دفرورۍ دمياشتې دځوانانو غورځنګ خلك مظاهرو ته وروبلل .
العالم ټيلی ويژن راپور وركړ دبحرين دفرورۍ دمياشتې دڅوارلسمې نیټې غورځنګ په يوې بيانیې كښې له خلكو وغوښتل نن دبرخليك دټاكلو دحق په نوم مظاهرو كښې ګډون وكړی چې لولو ميدان ته نږدې په السنابس سيمه كښې ترسره كیږی .
په دغه بيانیې كښې دبحرين دملت دجايزو هدفونو تر تحقق او له بحرين څخه دسعودی عربستان دنيواكګرو او دنورو پرديو ځواكونوتر وتلو پورې دانقلاب په دوام ټينګار وشو .
په دغه بيانیې كښې ملی خبرې اترې چې په بحرين كښې ترسره شوې دبحرين دانقلاب دځپلو لپاره دسعودی عربستان او امريكا د دسيسې په توګه ياد او ټينګار شو دغه دسيسه دبحرين دملت په هوښيارۍ سره ناكامه شوه .
په دغه بيانیې كښې دبحرين له ملته غوښتل شوی ده چې په هوښيارۍ سره دبحرين دانقلاب دبې لارې كولو لپاره دامريكا او دهغې دملګرو دسيسې شنډې كړی او دملی وحدت په ساتلو سره دسترې شيطانې له پلانونو سره مقابله وكړی .
دبحرين ترټولو ستر سياسی ګوند الوفاق هم دخپل هيواد له خلكو وغوښتل چې تر سبا پورې دال خليفه رژيم پرضد مظاهرو كښې ګډون وكړی او دبرياليتوب تر تحقق پورې دانقلاب ددوام لپاره خپله اراده اعلان كړی .
بحرين هيواد دروان ميلادی كال دفرورۍ دمياشتې له څوارلسمې نیټې څخه دال خليفه ديكتاتور رژيم پرضد دولسی پاڅونونو مركز دی او په خلكو دبحرين او سعودی عربستان دنيواكګرو پوځيانو په حملو كښې په سلګونو كسان مړه او ژوبل شوی او په سلګونو نور نيول شوی هم دی .
دسعودی عربستان او بحرين عسكرو په جوماتونو حملو سره هلته قران مجيدونه هم سوزولی دی .
دا راپور وایې چې دبحرين په څو ښارونو او كليو كې د اتم اګست په شپه د ال خليفه حكومت په تيريو او د حكومتی ځواكونو لخوا د مظاهره چيانو د ځپلو په خلاف په پراخه توګه مظاهرې او لاريونونه تر سره شول.
په دې احتجاجی مظاهرو كې خلكو د بحرين بيرغ اوچت كړی ؤ او هغوی د ال خليفه د حكومت د نسكورولو غوښتنه كوله او هغوې له خپلو حقوقو چې پكښې لومړنۍ حق هر يوكس ته د ووټ حق دی، سترګې پټول هم رد كړل.
839955