IQNA

17:51 - August 12, 2011
د خبر لمبر: 2169284
سياسی او ټولنيزه ډله: زمونږ خبريال راپورراكړ د تهران دجمعې لمانځه خطيب حجةالاسلام كاظم صديقی د انګريز پوليسو په لاس د عامو خلكو ځپل شرمونكی اقدام وباله او وې ويل د انګلستان په بيلابيلو ښآرونو كې اعتراضونه د هغې الهی ژمنې د حقانيت ښودنه كوی چې امام خمينی رحمه الله عليه ئې ژمنه وركړې وه چې په نهايت كې مستضعفان پر مستكبرانو غلبه مومی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب د انګلستان پشمول په ځينواروپائی هيوادونو كې داعتراضونو د پيليدا د علت په باب روښانه كړه ،په اروپا كې اعتراضونه د هغو جنايتونونتيجه ده چې دلودیځوهيوادونوځينومشرانوپه نوروهيوادونوكې كړی دی .
حجةالاسلام صديقی همدارازټينګاروكړد انګلستان پشمول ځينی لويدځی هيوادونه نيواكګردی او د نيواكګرۍ لګښت د خلكوله مالياتو تامينوی چې نيتجه ئې كورنۍشخړې دی.
هغه د سوماليه پشمول په ځينو افريقائی هيوادونوكې وچكالۍ او قاخطۍ ته په اشارې سره ددې موضوع په باب د ملګروملتوپه كړچارپه سختونيوكوسره وويل ملګری ملتونه دغيرضروری موضوګانو لپاره پريكړليكونه صادروی خو د سوماليه د قاخطۍځپلو په وړاندې هیڅ كار نه كوی چې ډيره د افسوس خبره ده بايددسوماليه له وږو خلكو سره درسته نړۍ سملاسی مرسته وكړی څو د يوې لویې انسانی غميزې مخه ونيول شی.
841655
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: