IQNA

د ايران او انډونشيا د قرانی فعاليتونو په پراخولو ټينګار

19:40 - August 13, 2011
د خبر لمبر: 2169929
د قرانی كارونو ډله: د انډونيشيا د العلماء غورځنګ مشر د ايران د اسلامی جمهوريت د كونسلیټ او د ايران قرانی پلاوی سره په كتنې كې وويل چې د ايران او انډونيشيا د دينی اړيكو او قرانی فعاليتونو پراخول د وخت ضرورت دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتور او روابطو سازمان یې نقلوی چې په انډونيشيا كې د ايران د اسلامی جمهوريت كونسلیټ ښاغلی محمد علی ربانی د د انډونيشيا د العلماء غورځنګ مشر عقيل سراج سره په كتنې كې وويل چې هيله من يوو چې په راتلونكی كې دواړه هيوادونو تر مينځ د قرانی او دينی چارو د ګډه همكارۍ نوره هم پراخه شی.
په دې كتنې كې عقيل سراج د اسلامی ايران لخوا د مالايی ژبې د ټيلی ويژن چينل د شورو كولو په مطالبی سره وويل چې په ختیځې ايشياكې 350 سوه ميليونه مالايی موجود دی.
840896
captcha