IQNA

21:05 - August 15, 2011
د خبر لمبر: 2171412

د جايزه دبئ په نړيوالو قرانی مقابلو كې د ايران استازې ښايسته او سم تلاوت

نړيواله ډله: د اماراتو ورځ پاڼی د دبئی په قران نړيوالو مقابلو كې د ايرانی قاری ښاغلی محمد مهدی خطيبی تلاوت ښايسته صحيح او په ځان د اعتماد لوړه نخښه وباله.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اماراتو ورځپاڼې الامارات اليوم په خپل راپور كې ويلی دی چې د دبئ په قران نړيوالو مقابلو په شپږمې شپه د ايران د اسلامی جمهوريت استازې او قاری محمد مهدی خطيبی سره د اووو حافظانو تر مينځ مقابله تر سره شوه.

ورځ پاڼې ليكلی دی چې د مقابلو په شپږمه شپه د ايران د اسلامی جمهوريت استازې قاری محمد مهدی خطيبی په ښايسته، صحيح او اعتماد سره په تلاوت كولو سره د فيصله كوونكو او موجودو كسانو لخوا وستايل شو.
د ويلو ده چې مهدی خطيبی ددې مقابلو لومړۍ كس ؤ چې ورباندې د فيصله كوونكو لخوا څه اعتراض ونه شو او هغه په پوره پوره سموالی سره د پوښتنو ځوابونه وركړل.
842750
captcha