IQNA

د حضرت امام حسن مجتبی عليه السلام نيكمرغه زوكړه دې ټولو ته مباركه وی

12:40 - August 16, 2011
د خبر لمبر: 2171836
ټولنيزۀ ډله: درست اسلامی ايران د اسلام د ګرا ن پيغمبر صلی الله عليه واله وسلم د يوه ګران لمسی حضرت امام حسن مجتبی (ع) د نيكمرغه زوكړې په جشن كې ډوب دې.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نن د هجرت د دريم كال د روژې په ۱۵ درسول ا... مبارك (ص) لومړنی ګران لمسی حضرت امام حسن مجتبی كريمه اهل بيت نړۍ ته ستر ګې رڼې كړې.
امام حسن مجتبی عليه السلام په خپل بركتناك ژوند كې تل د خلكو د هدايت په لاره كې ډير كوششونه وكړل او له عمومی خلكو حتی له غليمانو سره د امام حسن مجتبی ع د چلند روده دومره ښكلی وه چې درست به یې ځانته جلبول.
امام حسن مجتبی ع ډير زيات بخښو نكې وو او د خداې په لاره كې به یې ډير انفلق كا وه. تاريخ ليكو نكيو ليكلی دی چې امام حسن مجتبی ع دوه ځله د خداې په لاره كې خپل ټو له شتمنی خر چ كړه او درې ځله یې خپله شتمنی دوې برخې كړه نيمه یې د خداې په لاره كې وركړه او نيمه یې ځا ن لپاره پریښو دله .
د اسلام ګران پيغمبر حضر ت محمد مصطفی ص د حضر ت امام حسن مجتبی ع په اړه فر مايی هر څو ك چې غواړی د جنت د ځوا نانو سا لار ووينی نو حسن ع ته وګوری .
امام حسن مجتبی ع د ۵۰ هجر ی كا ل د صفرې په اتمه د معاويه په دسيسې سره په زهرو شهيد كړې شو .
بیګا او نن په درست ايران كې د امام حسن مجتبی كريمه اهل بيت د نيكمر غه زوكړې د جشن دستورې تر سره شوې .
843434
captcha