IQNA

په شام كې " د روژی مباركې شپی" تر عنوان سره لومړنۍ پروګرام تر سره شو

15:00 - August 16, 2011
د خبر لمبر: 2171982
د قرانی فعاليتونو ډله: په شام كې " د روژی مباركې شپی" تر عنوان سره لومړنۍ پروګرام د حضرت خديجہ (ع) د وفات ورځې په مناسبت د حضرت خديجہ (ع) د اسلام په لاره كې د قربانی كولو بيلګه په عنوان سره د ايرانی شامی او فلسطينی غوره شخصيتونو په شركت سره په لسم اګست تر سره شو.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتوری او رواْبطو سازمان یې نقلوی چې دا پروګرام شيخ احمد موسسې كې تر سره شو او په دې كې په شام كې د ايران د اسلامی جمهوريت سفير ښاغلی حجت الاسلام و المسلمين سيد احمد موسوی هم ګډون وكړ
ددې پروګرام پيل د قاری سعيد رضا چاوشی په تلاوت سره وشو او پس له دې له ايرانه راغلی ډله قمر بنی هاشم د پيغمبر اكرم او د اهل بيتو عليهم السلامو په شان كې مدحه او منقبتونو اونعتونه وويل
په پاې كې د دمشق د شريعت ښوونځې استاذ ښاغلی ايمان الكردی په خپلې وينا كې بی بی خديجه د شخصيت او مقام په اړه وينا وكړه.
842744
captcha