د تهران پوهنتون د تعليمی بورډ غړې ښاغلی علام رضا نور محمدی د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) سره په خبرو اترو كې وويل چې دې ډرامی او فيلم له دوو اړخونو جاجونه كولی شو لومړۍ دا چې يو جنجالی كار دی او بل دا چې دا د تاريخی فيلم په توګه خپروی حال دا چې كوم معتبرو سرچينو سره تعلق نه لری.
هغه زياته كړه چې حقيقت خو دا دی چې يو تاريخی كار نه دی بلكې د تاريخ د تحريفولو په هدف سره تر سره كیږی همدې لامله دا د ايرانی فيلم مختارنامه يا نورو تاريخی فيلمونو سره نه شو سمولی بلكې دا يو شيطانی او د مسلمانانو تر مينځ د تفرقی اچولو په هدف سره تر سره كیږی.
84300۵