IQNA

د تايپنګ غلطيانو په وجه د قران پاك په چاپولو بنديز ولګيده

18:46 - August 17, 2011
د خبر لمبر: 2172863
نړيواله ډله: د فلسطين مفتی محمد حسين د تايپنګ د غلطيانو او د سورتونو د بدليدو په وجه د قران پاك د يوې نسخې چاپولو ممنوع كړل.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «نابلس» (nablustv) ټيلی ويژن چينل یې نقلوی چې د قدس او نورو ښارونو مفتی او د نيواكګر فلسطين كې د فتوی لپاره جوړه شوی لوړې شوری مشر په يو بيان كې اعلان وكړ چې په يو قران پاك كې د مخونو د غلطۍ له مخې او د ترتيب د بدليدو په وجه د هغه چاپ ممنوع شوی دی.
هغه زياته كړه چې دا نسخه د مصر پلازمينې قاهرې د صفا كتابتون د اجازې نامې نه پس چاپ شوی ؤ خو اوس پكښې له 291 مخ تر 324 مخ پورر مخونه نيشته او د نمل سوره پكښې دوه ځلې ليكلی شوی ده.
844691
captcha