IQNA

18:58 - August 17, 2011
د خبر لمبر: 2172871

احمدی نژاد: د روسیې وړانديزونه د ملګرتيا لپاره خبرو اترو ته زمينه برابروی

سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد د روسیې وړانديزونه د ((ملګرتيا لپاره خبرې اترو)) د سټراټژۍ لپاره په سيمه ييزو او نړيوالو اړخونو لپاره ښه زمينه اعلان كړه.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ايران ولسمشر د دفتر له ويب پاڼې نقلوی چې د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد نن په تهران كې د روسیې د ملی امنيت له عمومی منشی سره د خبرو اترو له دويم پړاو وروسته خبريالانو ته وويل چې د ملګرتيا لپاره خبرې اترو سټراټژی ښه سټراټژی كيدای شی او د ايران د اسلامی جمهوريت كړچار د تير په شان د ملګرتيا لپاره خبرې اترې دی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد په ډاګه كړه چې د روسیې وړانديز د سيمه ييزې او نړيوالې ملګرتيا لپاره په ځانګړې توګه د سوله ييز اټومی فعاليت په برخه كې د خبرو اترو زمينه كيدای شی.
ښاغلی احمدی نژاد ټينګار وكړ چې د ملګرتيا لپآره د ايران او روسیې پر وړاندې پراخې موضؤعګانې شتون لری او د ګډو ګټو او ګواښونو پر بنسټ، تهران او مسكو د ملګرتيا لپاره ښه ډګرونه لری.
844558
captcha