IQNA

ايت الله خامنه ای: د اسلامی انقلاب دښمنان اسلامی نظام ته د ګوزار وركولو پسې دی

14:37 - August 18, 2011
د خبر لمبر: 2173139
سياسی او ټولنيزه ډله: د رهبرۍ ستر مقام ټينګار وكړ د اسلامی انقلاب غليمان د بايكا ټ په نا كا رنده وسلې سره اسلامی نظام ته د ګوزار وركولو په لټه كې دی خو دغه غليمانه هد ف د مسولانو او خلكو په همت سره تر اوسه نا كامه شوې او د ايران ستر ملت به راتلو نكی ته په هيلې سره خپل شايسته ځای ته ورسی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضر ت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای پرون د خصوصی برخې د فعالانو ، د كرهڼې، صنعتی، بانكی، خدماتو او اقتصادی ډګر مديرانو په ټول كې د ايران د پراختيای پروګرامونو د هد فونو په تحقق كې په ډيرې بیړې، تد بير او هڅې په تينګار سره زيا ته كړه د علمی او تخنيكی شخصيتو نو په همت په بيلا بيلو ډګرو نو كې او څا ره پرمختګونه شوی دی چې بايد دغه ملی وياړونه خلكو ته ورسول شی .
د رهبرۍ ستر مقام حضر ت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای د ايران پر ضد غليمانو د دباو زيا تيدا ته په اشا رې سره د با يكا ټو نو حقيقی هد ف د ايران د اقتصاد فلجول وبا له او جو ته یې كړه د دغو با يكا ټو نو حقيقی عا مل د ایټمی انرژۍ مسله نده ځكه چې د با يكا ټو نو بهير ۳۲ كا ل مخكې هغه وخت پيل شو چې په ايران كې د ایټمی مسلې هیڅ خبره نه وه .
حضر ت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای له بايكاټونو سره د ايرانی مسولانو او خلكو په ځيرې مقابلې په تينګار سره زياته كړه كه بايكاټونه د غليمانو لپاره اغيز من او كار جو ړونكی وې نو د مستكبرانو هد فو نه به د انقلاب په هما غو لو مړيو كلو نو پوره شوی وو .
د رهبرۍ ستر مقا م د خپلو وينا و په بلې برخې كې جو ته كړه د پرمختګو نو بيا نول په كميو او كمزورتياو د ستر ګو پټو لو په معنا ند ی ، خو د منفی ټكيو بيا نول بايد په هيله بخښو نكی لهجې سره وی چې د ايران د اسلامی انقلاب پیښې اپو ټه ونه ښو دل شی .
845622
captcha