د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له پاكستانی ورځ پاڼې «The News» یې نقلوی د پاكستان د جعفريه غورځنګ د موسوې ډلې مشر ښاغلی «حامد علی شاه موسوی» د اعلان پر اساس د امام حسن عليه السلام د نيكمرغه زوكړې د سولې نړيوالې ورځ سره په يو وخت په ټول پاكستان كې تر سره شو.
د پاكستان د مختلفو ښارونو مسلمانانو بيا په تيره شيعه ؤ خاص مينې او شوق سره د ټولونو او سيمينارونو په تر سره كولو سره دهغه لوړ رتبه امام زوكړه ولمانځله
دا مراسم د قران پاك د تلاوت سره پيليدو او عالمانو او دينی واعظانو په خپلو وينا سره د حضرت امام حسن مجتبی(ع) د ژوند او شخصيت او شان په هكله ويناوې او منقبتونه بيان كړل.
د پاكستان د جعفريه غورځنګ د موسوې ډلې مشر ښاغلی «حامد علی شاه موسوی» هم په راولپنډۍ ښار كې په خپلې وينا كې د امام شخصيت په هكله خبرې وكړې.
845315