IQNA

محمد رضا نقدی: دسوماليه نننۍ لوږه او بې وځلی د امريكا او صهونيسټ رژيم د سياستونو نتيجه ده

15:18 - August 19, 2011
د خبر لمبر: 2173381
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د بسيج رضاكارو ټولنې مشرتورن جنرال محمد رضا نقدی نن په تهران كې د امريكا بد اقتصادی وضيعيت ته په اشارې سره وويل د امريكې ټولنه نن سبا له ناكراريو او نه حل كيدونكو ټولنييو ستونزوسره لاس په ګريوان ده.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له رضا كال د بسيج یې نقلوی سردارنقدی هم دا راز د نړۍ د اوسنی وضيعيت په باب هم روښانه كړه نننۍ نړۍ په جنګ جګړو، وينو تويولو او بلواؤ كې ګير ده او د امريكې پشمول ځينی اروپائی هيوادونه خورا بيچاره هيوادونه شوی او له دړې وړې اقتصاد او غيراخلاقی ټولنې سره د تباهۍ په لاره روان شوی دی.
د ايران د بسيج رضاكارو د ټولنې مشر امريكا هم د افغانستان اوعراق د دوو لويو جنګونو بايلونكی وبلله او ټينګارئې وكړ امريكايان له ډيرو زياتو لګښتونوسره سره حتی جرا ت نه لری د عراق د خلكومينځ ته ورشی او دسيمټو د ديوالونو شاته پټ شوی دی.
د ايران د اسلامی جمهوريت د بسيج رضاكارو ټولنې مشرتورن جنرال محمد رضا نقدی هم دا راز د سوماليه له خلكو سره په دښمنۍ كې د استكبار د هڅې په محكومولو سره وويل د سوماليه نننۍ لوږه، قحطی او بې وځلی د امريكا او صهونيسټ رژيم د سياستونو نتيجه ده چې بايد نړۍ په ټيره بيا افريقائی او اسلامی ټولنه ئې فكر وكړی.
845294
captcha