IQNA

ايت الله جنتی: د قد س نړيواله ورځ د اسرائيل په وړاندې د مسلمانانو د دريدا ورځ ده

15:16 - August 19, 2011
د خبر لمبر: 2173416
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لما نځه خطيب ايت الله احمد جنتی د قد س نړيواله ورځ د غاصب صيهونيسټ رژيم په وړاندې د مسلمانانو دريدا اعلان كړه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت الله احمد جنتی د ايران د اسلامی جمهوريت د بنسټ ګر حضرت امام خمينی رحمه الله عليه هغه نوښت ته په اشارې سره چې هر كال د روژې د مباركې مياشتې وروستی جمعه د قدس نړيواله ورځ یې ونوموله، وويل د قد س نړيواله ورځ هغه ورځ ده چې درست مسلمانان او نور ازادی غواړی د صيهو نيسټ رژيم په وړاندې دریږی.
ښاغلی جنتی جوته كړه د قد س د نړيوالې ورځې پيغام د ملتونو تر مينځ د امريكايی او صيهونيسيتی ضد روحيه پراخه كړی او په دې ډول صيهونيسټ رژيم خپل تر ټولو بد پړاو تيروی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ښاغلی جنتی هم دا راز د سو ماليه كړكيچن وضعيت ته په اشارې سره د سوماليه د كاختۍ ځپلو خلكو په وړاندې د ځينو لو يدیځو هيوادونواو نړيوالو مو سسو په بې پامی نيو كه وكړه او له اسلامی هيوادونو یې وغو ښتل د دغه هيواد په وړاندې بې پا مه نشی او د سو ما ليه د مسلما نو خلكو مرسته وكړ ی .
ايت الله جنتی د خپلو خبرو په بلې برخې كې د پژاك د تر هه ګرۍ ډلګۍ په وړاندې د اسلامی انقلاب د سا دتندويه ځواك د بر يالی كړ چا ر ستا ينه وكړه او ویې ويل له دغې ډلګې سره د سا تندويه ځواك په پريكنده چلند سره د ايران په شمال لويدیځو پولو كې امنيت او ارامښت واكمن شوې دې .
د تهران د جمعې لما نځه خطيب هم دا راز د مصر د نسكور شوی ديكتا تور حسنی مبارك محاكمې ته په اشارې سره د ال سعود او د ليبيا د ديكتاتور په ځپونكی سياست نيوكه وكړه او ویې ويل د حسنی مبارك بر خليك د عربستان او بحرين په شمول د ظالمو واكمنانو په تمه دې.
846018
captcha