IQNA

حضرت امام علی عليه السلام وفرمايل د كعبې په رب مې قسم دی چې زه كامياب شوم

14:54 - August 20, 2011
د خبر لمبر: 2173965
ټولنيزه ډله: دوستانو د روژې د مباركې مياشتې د نولسمې نيمه شپه وه د امام علی زړه د يوې لوئې پیښې لپآره بې تابه ؤ. بيا بيا به له خونې بهر وتهّ او آسمان ته به ئې كتل اوله ځان سره ئې وئيل،نن شپه هماغه شپه ده چې ژمنه ئې شوې ده
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه بزرګوار د خدا ی د رسول هغه كلام يادوهّ چې په روژې مباركې مياشتې كې ئې هغه ته فرمايل؛،پر تا په همدغې روژې مياشتې كې يوه غميزه رامينځته كيدونكی ده. ګورم چې ته په لمانځه ولاړ یې او يو كس چې ډيرتورزړی دی پخپلې تورې سره ستا په ټنډې ګوزار كوی د تا د سر اوږيرې ويخته په وينو رنګين كیږی:
دهماغې شپې سهاروختی ؤ چې د امام علی سر د كوفې د جومات په محراب كې د ابن ملجم په زهرجنې تورې سره دوه پټه شو. وينه د امام علی په ټول مخ خوره شوه، خو د هغه بزرګوار له خولې واوريدل شول چې ؛، د كعبې په خدای مې قسم چې زه بريالی شوم :.درې ورځې وروسته د۴۰ هجری قمری كال د همدغې روژې مباركې مياشتې په يويشتمه نیټه دعدالت غوښتنې او له ظلم سره د مقابلې لوی مقتدا د حق ديدار ته لاړ.
له دغې شپې وروسته نوردهغه دګامونوغږ يتميان خوشال نه كړل . سترګې په لاره اړمن نو رپوه شول هغه ناپيژنل شوی كس چې دشپې مهال به ئې ورته ډوډۍ اوخرماورسول، نورئې بايدخاطرې يادوی .نوريو يتيم هم دلوبولپآره دهغه په اوږونه كیښناستهّ .دكوفې ماشومان پوه شول چې دشيدوهغه كاسې چې دعلی لپاره ئې راوړې وې ،نور د هغه په درد نه خوری .د خرماؤ له باغه هم د هغه د وجود بوی خپل ټغرټول كړ، له دې وروسته د خرما ونو پخپل فكركې يادې كړې هغه شيبې چې له علی سره ئې تيرولې او د خدای ذكر ئې كاوهّ .
د هغه لوی او بزرګوار امام د شهادت د كليزې په مناسبت چې سيرت ئې د حقيقت تجسم او كلام یې د بشريت د لارې مشال دی ، ټولو مينه والو ته د زړه له قومې تسليت وايو .
د ځينو شخصيتونو وجودی آثار تر مودو مودو پورې دوام مومی ، خو په تاريخ كې داسې ډير كم شخصيتونه پيداكیږی چې له ټولو زمانوسره اړه لری.
داسې څيرې چې د وخت تيريدا د هغو ياد او خاطرې نه هيروی. حضرت امام علی ابن ابې طالب عليه السلام همداسې شخصيت دی ،هغه بزرګوار له ټولو زمانوسره اړه لری .د لبنان يونامتو ليكوال جبران خليل جبران سره له دې چې مسيحی دی ، خو د امام علی يو ليوال دی، هغه د امام علی په باب ليكی؛ زه په دې راز نه پوهیږم چې ولې ځينی خلك له خپلې زمانې ډير مخكې دی. زما په عقيده علی ابن ابې طالب يوازې د خپلې زمانې لپاره نه ؤ. هغه يو داسې شخصيت دی چې تل پر پنځون د واكمن روح ترڅنګ دی
امام علی يو هغه شخصيت دی چې د هغه پام فطرت او وجودی وړتياؤ هغه په ټولو انسانی
captcha