IQNA

په افغانستان كې په روژې كې قران سره اوونۍ تر عنوان لاندې نندارتون شورو دی

22:18 - August 21, 2011
د خبر لمبر: 2174811
د قرانی كارونو ډله: په افغانستان كې په روژې كې قران سره اوونۍ تر عنوان لاندې دا نندارتون د ايران دكونسلیټ د كلتوری څانګې لخوا په هرات ښاركې شورو دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مركزی ايشيا څانګې یې نقلوی چې دا نندارتون د قرانی فعالانو لخوا د خراسان جنوبی ولايت او هرات ښار ځينې قرانی مركزونو په همكارۍ سره شوی او يوه اوونۍ به دوام ولری.
په هرات كې د ايرانی كونسلیټ كلتوری مشر ښاغلی محمد علی رضوانی د ددې ننداتون د تر سره كولو په اړه وويل چې په دې نندارتون كې وړاندې شوی اثار د تهذيب مصوری او سافټ ويیې او قرانی كتابونو ته مشتمل دی دا كتابونه د ايران او افغانستان خپروندويو لخوا په نندارتون كې وړاندې كړی شوی دی.
846098
captcha