IQNA

احمدی نژاد: د دريوو امريكايی ښاريزو دوسیې قانونی بهير پلی كړی او رايه صادره شوی ده

18:39 - August 22, 2011
د خبر لمبر: 2175086
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی محــمود احمدی نژاد وويل د دريوو امريكايی ښاريزو دوسیې قانونی بهير پلی كړی او رايه صادره شوی ده.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی محــمود احمدی نژاد نن په دغه هيواد كې دوو امريكايی جاسوسانو ته د محكمې لخوا د سزا وركولو په اړه وويل د ايران خاورې ته د غيرقانونی ننوتلو او جاسوسۍ په تور د نيول شويو دری امريكايانو دوسيه په قضايه قوه كې څیړل شوی او د هغې پر اساس یې دوه كسانو ته سزا هم اورول شوی ده .
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی محــمود احمدی نژاد په دې اړه زياته كړه د دغو دريوو امريكايی ښاريزو دوسيی د قضايه قوی د خپلواكۍ او سمو قضايی رودو پر اساس خپل قانونی بهير پلی كړی دی او ددغه قانونی بهير په دوام كې تورن دا حق لری د محكمې لخوا ورته په اورول شوی سزا يا حكم اعتراض وكړی .
دوه امريكايی ښاريز شين بائر او جاش فاتال د تهران د عمومی اوانقلاب محكمې لخوا د ايران خاورې ته د غيرقانونی ننوتلو او جاسوسۍ په تور د اتو اتو كلونو بند سزا محكوم شوی دی چې دری كاله یې ايران خاورې ته د غيرقانونی ننوتلو او پنځه كاله بند یې د جاسوسۍ لپاره دی .
د ايران څارنوال عباس جعفری دولت آبادی پرون د يوې بلې امريكايی تورنې ساراشورډ د دوسیې په اړه چې په ۲۰۱۰ ميلادی كال كې د اسلامی رافت له مخې د پنځو لكو ډالرو په ضمانت خوشی شوه وويل دغه دوسيه پرانيستی پاتې ده او وبه جاجول شی.
دری امريكايی ښاريز ميرمن ساراشورډ ، شين بائر او جاش پاتال د ۲۰۰۹ م كال په آګست كې له عراق څخه د ايران خاوری ته د غيرقانونې ننوتلو په تور ونيول شول چې په دې سربيره په جاسوسۍ هم تورن دی.
847862
captcha