IQNA

10:43 - August 23, 2011
د خبر لمبر: 2175358

د بحرين او يمن ديكتاتوران به هم د قذافی له برخليك سره مخامخ شی

سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا د بهرنی سياست او ملی امنيت كمشن غړی وويل د ليبيا د ديكتاتور برخليك بايد د بحرين او يمن د ديكتاتورو مشرانو لپاره عبرت شی .

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی فردوسی پور ايكنا خبری اژانس سره په خبرو كې په دې باب خپرو شويو راپورونو ته په اشارې سره چې د قذافی پټنځاې معلو م ندې، وويل د ديكتاتورانو برخليك ذلالت او تباهی ده .
هغه جوته كړه د ليبيا ديكتاتور معمر قذافی د څو ورځو ډير حكو مت لپاره په خپلو خلكو ظلم او كړاو ته دوام وركړ او دا موضوع د دغه هيواد د خلكو د بې رحمانه وژلې او حتی د قذافی د بچيانو له لاسه وركولو سبب شوه.
د ايران د اسلامی شورا د بهرنی سيا ست او ملی امنيت كميشن ويندوی هم پرون په ليبيا د واكمن رژيم ما تيدونكی وضعيت ته په اشارې سره وويل د قذافی د ديكتاتوری رژيم نسكوريدا ښيی چې ديكتا توران او غير ولسی حكومتونه حتی په وسلې او زور سره دوام نشی موندلې.
له بلې خوا د اردن د اخوان المسلمين مشر په يمن كې د عبد ا... صا لح حكومت د ترخې پاې خبر وركړ .
همام سعيد مسلمانانو ته په خطاب كې وويل د قذافی نسكوريدا د مسلمانانو لپاره ډيره د خوشحالۍ خبره ده، ځكه چې د هغه نسكوريدا د يمن د ديكتاتور عبد الله صا لح په شمول د سيمې د نورو ديكتاتورانو د نسكوريدا سريزه ده.
848076
captcha