IQNA

د حضرت بی بی معصومه عليها السلام په زيارت كې د قران محفل تر سره شو

15:22 - August 23, 2011
د خبر لمبر: 2175642
قرانی كارونو ډله: قران پاك سره د مينې محفل د ميلادی مياشتی اګست د خالی په ورځ د مصر قاری استاذ انور شحات انور په شتون سره د حضرت بی بی معصومه عليها السلام زيارت په امام خمينی ستر هال كې تر سره شو
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د قم د ولايت د اوقافو او دينی چارو سترې ادارې اعلان كړی دی چې په دې مراسمو كې اول د ايرانی يو قاری علی اصغر شعاعی په خپل خوږ اواز سره د قران پاك تلاوت وكړ.
پس له دې د د قم د ولايت د اوقافو او دينی چارو سترې ادارې مشر ښاغلی حجت الاسلام غلام رضا ناظمی د روژی د مباركې مياشتی په اهميت او په روژی كې د قران پاك تلاوت فضيلت او په قران پاك كې تدبر په موضوع وينا كوی.
د ويلو ده چې په دې محفل كې ميعاد ډلې لخوا قصيدې او منقبتونه هم وويل شول.
847321
captcha