د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارووزارت نن په يوه بيانيه كې د ليبيا د مسلمانو خلكو د ولسی پاڅون مباركی وويله او هيله یې وكړه د ليبيا استعمارضد ولس په پريكنده ډول او دملې يووالې په ساتلو سره د پرديو په تيره بيا د برخليك په بدلولو كې د پرونيو استعمارګرانو او ننيو ادعا كوونكو د لاسوهنو مخه ونيسی .
د ايران د خارجه وزارت په بيانيه كې راغلی دی دغه هيواد د ليبيا د بدلونو په اړه ددغه هيواد مسلمانو خلكو ته مباركۍ وايی چې په دی وروستيو مياشتوكې یې په سيمه كې دولسی حركت بيلګه او مقاومت نندارې نته وړاندې كړ .
د اسلامی ايران د بهرنيو چارو وزارت زياتوی تهران د خپلو اصولی سياستونو له مخې له لومړيو په ليبيا كې له ولسی حركته ملاتړ وكړ او د بې ګناه خلكو له وژلو او هر ډول بهرنۍ لاسوهنې سره مخالف ؤ او د خلكو د روا غوښتنو په تيره بيا د خپل برخليك د ټاكلو د حق د تحقق غوښتنه یې كوله.
دغه بيانيه زياتوی د ايران اسلامی جمهوريت د تل په څير د ليبيا ورور ملت ته د يوه خدای د عبادت په رڼا كې د آزادۍ ، عدالت ، انسانی كرامت ، پرمختګ او آبادونې دد تحقق لپاره خپلی تجربی وركړی .
د ايران خارجه وزارت په بيانيه كې په درسته ځمكه د عدالت او انسانی كرامت د زر تر زره واكمنئ هيله شوی ده.
د ويلوه ده چې د ليبيا انقلابيانو له وړمه ورځی د طرابلس ۹۵ سلنه سيمې نيولی دی .
848511