IQNA

حزب الله د امام موسې صدر د زندان د پلټنی غوښتنه وكړه

16:38 - August 24, 2011
د خبر لمبر: 2176354
نړيواله ډله: د لبنان حزب الله په يو بيان كې د ليبيا د انقلابيانو په كاميابۍ باندی د مباركی په ويلو سره د امام موسی صدر او د هغه د دوو ملګرو د بند زر تر زره د پيدا كولو غوښتنه وكړه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له المنار ويب پاڼې یې نقلوی چې د سيد حسن نصر الله په مشرۍ كې مشغول د حزب الله لبنان په دوه ويشتمې اګست په يو بيان كې د ليبيا انقلابيانو ته وويل چې د لبنان ولس او د لبنان ټول سياسی ګوندونه د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر ښاغلی امام موسې صدر او دهغه د دوو ملګرو شيخ يعقوب او بدرالدين د بند د پلټنې او پيدا كولو په سختۍ سره انتظار كې دی او دا غواړی چې دهغو بند دې زر ترره پيدا شی او هغه خوشی كړۍ شی.
848149
captcha