IQNA

قذافی سرت كې دی ، دريوو ورځو كې دوه زره څلور سوه كسانو ته مرګ ژوبله اوښتی

17:00 - August 24, 2011
د خبر لمبر: 2176378
نړيواله ډله: د طربلس د باب العزيزيه له نيولو وروسته دا ځای یې د باب الصمود په نوم ونومول او پس له دې د ليبيا انقلابيانو د دغه هيواد په سرت ښار چې د قذافی د زیږنځای دی، كې د قذافی كلابندی سخته كړی ده.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز الجزيره یې نقلوی چې د راپورونو له مخې انقلابيان د ديكتاتور قذافی د ماڼۍ باب العزيزيه له نيولو وروسته د هغه د زیږنځای په لور روان دی څو سرت ښار ونيسی دغه ښار تراوسه د قذافی له ځواكونو سره دی او ويل كیږی قذافی هلته دی.
له بلې خوا د ليبيا د انتقالی شورا مشر ويلی په دوو پړاوونوكې به حكومت جوړوی چې له اتو مياشتو به زيات وخت وا نه اخلی چې مهمه برخه یې دملی شورا يا پارلمان جوړول دی چې دولس مياشتی په وخت ونيسی .
د هغه په ويناد ملی شورا دنده نوی اساسی قانون به جوړوی ، مؤقته حكومت به ټاكې او عمومی ټاكنو ته به لاره آواروی .
دا په داسی حال كې دی چې د قذافی پلويانو زواره بندری ښار نن بمبار كړی دی چې د مرګ ژوبلو په اړه یې كوم راپور نشته ، خو په تيرو دريوو ورځو كې په ليبيا كې لږ تر لږه څلورسوه كسان وژل شوی او له دوه زرو زيات نور ژوبل شوی چې ټپيان د درملو له كمښت سره هم مخ دی .
849015
captcha