د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د امنتی ځواك په بيانې كې د سيمې ملتونه او حكومتونه د سلطه ګرو د دوكو په وړاندې هوښيارۍ ته وبلل او وې ويل، صهونيست رژيم ماموريت لری چې تل په سيمې كې ناكراری رامينځته كړی څو په سيمې كې د مستكبرانو د لاسوهنې او شتون لپاره ضروری زمينه رامينځته كړی .
د ايران د امنيتی ځواك د ګډې برخې په بيانیې كې وويل چې د قدس آئیډيال او له مقاومته ملاتړ به هیڅكله د ايران له بهرنی سياسته ونه وځی.
په دې بيانیې كې راغلی هر څوك چې د خپل هيواد په داخل كې د آزادۍ، عدالت او د آزادو انتخاباتو غوښتنه كوی نو حتما بايد په بهرنی سياست كې هم د استكبار په وړاندې وديریږی ځكه له دې پرته د پرديو لاسوهنې اجازه نه وركوی دهغه ملت د برخليك د ټاكلو حق او آزادی تحقق ومومی.
په دې بيانې كې ويل شوی دی چې په شام كې د داخلی نښتو د رامينځته كولو لپاره د هڅې په باب هم وويل د لويدیځوالوهيله دا ده هماغه پیښه چې په ليبيا كې وشوه په شام كې هم رامينځته شی، له دې امله د شام حكومت او ملت بايد هوښيار ووسی او هڅه وكړی د يوه بل ترڅنګ او په تفاهم سره مسئلې حل كړی او هغه اصلاحات چې ضروری دی پخپله ئې وكړی.
په بيانې كې ټينګار شوی دی چې هم دا راز د بحرين او يمن وروستيو حالاتو ته په اشارې سره په دې خبرې په ټينګار سره چې ټوله مسئلې په زور، تاؤتريخوالی او پوځی ځواك سره نشی حل كيدلی روښآنه كړه، ټول بايد اسلامی هيوادونو ته د ګوزار د وركولو لپاره د لويدیځوالو د دسيسو په باب ځير ووسی.
849231