د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز العالم یې نقلوی چې د لبنان د ازادۍ غورځنګ مشر «غازی حنينی»، د ايكنا له خبريال سره په ځانګړې مركه كې وويل د نړۍ درست مسلمانان دا دنده لری هره ورځ او هره شيبه د مسلمانانو د يووالې او اتحاد د پياوړتيا لپاره مرسته وكړی .
نوموړی د قدس د نړيوالې ورځی لمانځل په اسلامی نړۍ كې د فلسطين له مظلوم سره دمرستې لپاره ډير مهم وبلل او ویې ويل په دی ورځ درست مسلمانان په اتحاد سره يو هیړ له مظلومانو ملاتړ اعلانوی او تمه ده د اسلامی هيوادونومشران هم د مسلمانانو له اتحاده په پيروۍ سره په دی ورځ له مظلومانوملاتړ وكړی .
ښاغلی «غازی حنينی»، زياته كړه هغه مسلمانان چې نن سبا كړیږی د نورو مسلمانانو مرستو ته په تمه دی چې د قدس دنړيوالې ورځی په څير مناسبتونه يو ښه فرصت دی .
هغه زياته كړه د اسلامی نړۍ د دښمنانو مهمه حربه د درز او نفاق اچول دی چې د مسلمانانو وحدت هغه شنډولای او مقابله ورسره كولای شی .
«غازی حنينی» زياته كړه د نړۍ مسلمان ملتونه د قدس په نړيواله ورځ د فلسطين له مظلوم ملت سره د مرستې لپاره يو پيغام صادروی .
849122