IQNA

ايت الله خاتمی: د اسلامی انقلاب په برياليتوب سره د صيهونيسټ رژيم د ذلت اپوټه شمير پيل شوې

17:56 - August 26, 2011
د خبر لمبر: 2177031
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب سيد احمد خاتمی وويل د اسلامی انقلاب په برياليتوب سره د جالی صيهونيسټ رژيم شمير د ذلت اپوټه شمير پيل شوې دې.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت الله سيد احمد خا تمی نن دې ته په اشارې سره چې صيهو نيسټ رژيم د اسلامی انقلاب له بر ياليتو به مخكې د سيمې يوازنې سپور وو زيا ته كړه د ايران د اسلامی انقلاب په بر ياليتو ب سره په يوه بل پسې انتفا ظې د صيهونيسټ رژيم حا لت خراب او له داسې ذلت سره مخا مخ شو چې له نيل تر فراته پورې شعا ر یې هير شو .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله سيد احمد خاتمی وويل د قد س د نړيوالې ورځې په توګه د روژې د مبا ركې مياشتې د وروستۍ جمعې په اعلانو لو سره د فلسطين مسله د اسلامی نړۍ د اصلی مسلې په تو ګه ډګر ته رامينځته شوه ، په داسې حا ل كې چې له دې مخكې هڅه كيد ه دغه مو ضو ع د يوې عر بی مسلې په تو ګه وښو دل شی .
ايت الله سيد احمد خا تمی همداراز اسلامی ویښتيا په تاريخ كې يوه بې ساری ښكارنده وبلله او زياته یې كړه دا چې هيواد پاڅون او ولسمشر یې په ډيرې بې شرمۍ سره وتښتی، په تاريخ كې يوه حيرانونكی ښكارنده ده.
ايت الله سيد احمد خا تمی له ۴۰ كاله حكومته وروسته د ليبيا د ديكتاتور قذافی د شرمونكيو او ذليلونكيو ورځو ته په اشارې سره وويل د خپل هيواد د خلكو په وړاندې د دغه ديكتا تور له ظالمانه ما نور سره سره د لويدیځو هيوادونو د غوښتنو په وړاندې خوار او ذليل وو.
د تهران د جمعې لما نځه خطيب ښاغلی ايت الله سيد احمد خا تمی د ليبيا انقلابيا نو ته سپارښتنه وكړه د لو يدیځو هيوادونو په تيره بياد امريكاد دسيسو په وړاندې ویښ ووسی چې انقلاب یې غله نكړی او په وحد ت او يو زړه سره د قذافی حكومت د ۴ لسيزو او د نا ټو د حملوتباهی او كنډوالې بيا ورغوی .
د تهران موقته جمعې امام همداراز د سو ما ليه د كا ختۍ ځپلو د مر ستې لپاره د ايران د مو من او بشر دوسته ملت قدرونه او هيله څر ګنده كړه چې د سو ما ليه له كا ختۍ ځپلو خلكو سره د ايرانی اولس ارزښتمنې مر ستې دوام ولر لې شی .
850002
captcha