IQNA

د مسلمانانو يووالی امريكا او صهيونيسټ رژيم نه هيلی كوی

17:45 - August 26, 2011
د خبر لمبر: 2177035
د ايران د اسلامی جمهوريت د رهبرۍ د خبرګانو شورا مشر نن د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت وويل چې د مسلمانانو يووالی امريكا او صهيونيسټ رژيم نه هيلی كوی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هم دا رنګه د دې ورځې په مناسبت، د ايران د اسلامی شورا مشر هم وويل چې د قدس د ورځې د سږ كال لاريونونه، يوازې د فلسطين له ملته ملاتړ نه دی، بلكې له سترو انقلابونو سره د يوځای توب او ژمنتيا اعلان دی چې د افريقا له شماله د ايشيا تر سويل پورې سيمې یې نيولې دی.
د اسلامی شورا مشر نن د يوه پيغام په صادريدو سره د قدس د نړيوالې ورځې د لمانځنې ترڅنګ یې په ډاګه كړه، ټول دښمنان دې پوه شی چې د لويدیځو قدرتونو او د هغوی د لاس پوڅی صهيونيسټ رژيم د سلطې او تېری ګرۍ وخت پای ته رسيدلی دی.
هغه زياته كړه چې د قدس د نړيوالې ورځې لمانځل په حقيقت كې د ملتونو د خپلواكۍ غوښتنې او ازادۍ غوښتنې دی چې اسلامی امت تل په كې كار كې مخ كې پاتې شوی دی او مسلمانان به ددې ارزښتمن حركت په ترسره كولوسره ثابته كړی چې د فلسطينی ملت له پاڅون د ملاتړ له هيلې د صهيونيسټ رژيم له ولكې څخه د قدس شريف د بشپړ ازاديدو او د خلكو د غوښتنو او ارادې له مخې په ټوله فلسطينی خاوره كې د يوخپلواك فلسطينی دولت جوړيدل به هیڅ كله هم له منځه ولاړ نه شی.
هم دا رنګه د اسلامی ايران د پوليسو مشر هم د قدس د نړيوالې ورځ په مناسبت وويل چې همدااوس له فلسطينی ملته ملاتړ له نړيوال استكبار سره مبارزه په سيمه كې د ولسی او اسلامی پانونو پر اساس ده.
د ايران د قضاييه قوې وياند وويل تر اوسه د غاصب صهيونيسټ رژيم پر وړاندې زموږ دنده نه ده ختمه شوې.
هغه وويل چې دښمنانو ته زموږ د لاريون پيغام د بايكاټونو پر وړاندې د اسلامی ايران مقاومت دی.
د اسلامی ايران د پوځ د سمندری ځواك قوماندان وويل چې د قدس ورځ له صهيونيسټ رژيم سره د مبارزې او د فلسطين د آزاديدو لپاره د نړۍ د ټولو مسلمانانو د يووالی بېلګه ده او د قدس د ازاديدو او د فلسطين له مظلوم ولس څخه ملاتړ په اړه د ايران دریځ نه بدليدونكی دی.
د قدس په نړيواله ورځ په ټول ايران كې په ميليونونو كسانو لاريون وكړ او د صهيونيسټ رژيم جنايتونه یې سخت وغندل.
په دې لاريونونو كې د ايران ولس په يوه پريكړه ليك كې د فلسطين له اسلامی مقاومته خپل هر اړخيز ملاتړ اعلان كړ.
په دې پريكړه ليك كې راغلی دی چې د يران ملت، د قدس شريف او د فلسطين د مظلوم او بې دفاع ملت ژغورل د اسلامی نړۍ لپاره د اسلامی انقلاب هيله او دې هيلې ته د رسيدو راز د مسلمانانو په يووالی او د فلسطين له انتفاضې او اسلامی مقاومته هر اړخيز ملاتړ وباله او ددې سترې هيلې په پرځایښت كې به هیڅ ډول مادی او معنوی ملاتړ ونه سپموی.
د ايران مسلمان او روژتی ملت همدارنګه د سيمې د سترو ولسی انقلابونو په ستاينې او مباركۍ سره، له صهيونيسټ رژيم سره د ټولو تړونونو او ژمنو د لغوه كېدو غوښتنه وكړه.
د قدس د ورځې د پای ته رسيدو په پريكړه ليك كې همدارنګه راغلی چې د سيمې مسلمان او انقلابی ملتونه په ځانګړې توګه د مصر، ټونس او ليبيا مسلمان خلكو وغوښتل چې د استكباری قدرتونو چلونو او دسيسو ته دې هوښيار و اوسی او د خپلو هېوادونو راتلونكی برخليك دې د خپلو انقلابونو د هيلو او غوښتنو په پام كې نيولو سره وټاكی.
849930
captcha