IQNA

17:59 - August 26, 2011
د خبر لمبر: 2177038

نن ايران په شمول د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو كې د قدس ورځ په پرتمينه توګه تر سره شوه

سياسی ډله: د روژې مباركې وروستۍ جمعه چې د حضرت امام خمينی رح په نوښت د قدس نړيواله ورځ نومل شوې ده نن د نړۍ په بېلابيلو هېواونو او سيمو كې د لاريونونو او غونډو په كولو سره ولمانځل شوه.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نن د كابل په شمول په ډېری ولايتونو او ښارونو كې د قدس نړيواله ورځ ولمانځل شوه او په زرګونو كسانو د لاريونونو په كولو سره د صهيونيسټ رژيم جنايتونه وغندل او د قدس شريف او د فلسطين د خلكو د ازاديدو غوښتنه یې وكړه.
هم دا رنګه د پاكستان د پاړه چنار، هنګو، پښور په شمول په ډېرو نورو ښارونو كې د قدس ورځ د لاريونونو په كولو سره ولمانځل شوه او هم دا رنګه د هند تر كنټرول لاندې كشمير، د عراق په پلازمينه، بغداد، نجف اشرف او نورو ښارونو كې د قدس ورځ ولمانځل شوه او په زرګونو كسانو د لاريونونو په كولوسره د قدس او نيواكی فلسطين د ازاديدو غوښتنه وكړه او د صهيونيسټ رژيم جنايتونه یې وغندل.
په دې لاريونو كې د صهيونيسټ رژيم جنډه هم وسوځول شوه او د فلسطين د مسلمان ولس سره یې خپل يووالی او ملاتړ اعلان كړ.
د قدس نړيواله ورځ هم دا رنګه په سپينه روسيه، يمن او عربستان كې هم خلكو د صهيونيسټ رژيم پرضد د لاريونونو په كولو سره ولمانځله.
رپوټونه وايی چې د عربستان په ختیځ كې په رزګونو كسانو د صهيونيسټ رژيم پرضد لاريونونه وكړل او د دغه رژيم جنايتونه یې په كلكه وغندل.
لاريون كوونكو په احصا او قطيف ښارونو كې د قدس ورځې لمانځنه او د صهيونيسټ رژيم ناولی بيرغ په داسې حال كې وسوځاوه چې د عربيستان پوليسو له څو مياشتو راهيسې په دې هيواد كې سخت امنيتی تدابير نيولی او هرډول لاريون یې منع اعلان كړی دی .
د قطيف خلكو د قدس په ورځ د ټول عربستان له خلكو څخه د صهيونيسټ رژيم پرضد د پراخو لاريونونو ترسره كولو غوښتنه وكړه.
همدارنګه د قاهرې، تېروت، صيدا، غزه، قدس او رام الله په شمول د نړۍ په بېلا بيلو لويو او وړو ښارونوكې دقدس نړيواله ورځ ولمانځل شوه او د صهيونيسټ رژيم جنايتونه یې د سترو لاريونونو په كولو سره وغندل.
د يمن د الوحوثی ډلې هم د قدس نړيواله ورځ د صهيونيسټی دښمن پروړاندې د اسلامی هېوادونو د يووالی د رامنځ ته كولو عامل وبلله.
د العالم خبری چينل در پوټ له مخې د يمن الحوثی ډلې د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت په خبره شوې بيانيه كې ويلی چې دغه ورځ د صهيونيسټ رژيم له ولكې څخه د قدس شريف د آزاديدو لپاره د اسلامی امت دهيله مندۍ ورځ ده، نو ځكه د يمن خلك او اسلامی امت په سترو لاريونونو كې په شتون سره، د فلسطين مسئله ژوندۍ ساتی.
849520
captcha